د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام کې د پولیو واکسین په تطبیقولو کې هیڅ ډول ممانعت نشته - دیني عالمان


د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

د خوست ولایت یو شمېر دیني عالمان وایي چې د اسلام دین له لحاظه د پولیو واکسین د تطبیق په وړاندې هیڅ ډول ممانعت نشته، او مخالفت یې مشروعیت نلري.

د افغانستان د جنوب ختیځې حوزی په ځینو لیرو پرتو سیمو کې لا هم ځینې کورنۍ د پولیو ضد واکسین سره مخالفت کوي، چې په خپل وار سره د یادې ناروغۍ د خپریدو لامل کیږي.

دیني عالمان ټینګار کوي چې هغه کسان چې د پولیو ناروغۍ د ناوړه پایلو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه پوهاوی نلري، حق نلري چې پدې هکله ناسم معلومات خپاره کړي.

د خوست ولایت یو دیني عالم مفتي، احسان‌الحق حنفي، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”په ځینو سیمو کې زموږ یو شمېر دیني عالمان، یا عام خلک کله ناکله د پولیو ضد واکسین سره مخالفت کوي، چې مخالفت یې له دیني، حقوقي او مسلکي پلوه هیڅ ډول مشروعیت نلري.“

نوموړی له دیني عالمانو غواړي چې د پولیو ناروغۍ د ناوړه پایلو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه مطالعه وکړي، یا هم د طب له متخصصینو څخه معلومات ترلاسه کړي، تر څو د پولیو ضد واکسن په اړه د ناسمو معلوماتو له خپریدو مخنیوی وشي.

ښاغلي حنفي زیاته کړه: ”هغه کسان چې د پولیو ضد واکسین په اړه اړین او کافي معلومات نلري، نشي کولای پدې هکله فتوا صادره کړي.“

بل لوري ته، د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې له دوی سره په کمپاینونو کې بانفوذه دیني عالمان همکاري کوي، او د پولیو ضد واکسین په اړه د خلکو هر ډول پوښتنو ته ځواب وایي، او شکونه یې لیرې کوي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”له موږ سره پنځه تنه مفتیان کار کوي، او هغو کسانو ته چې د پولیو په اړه مذهبي پوښتنې لري، د شریعت له مخې ځواب وایي او قناعت ورکوي.“

په خوست کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر فضل کریم مندوزي، امریکا غږ ته وویل: ”پخوا د پولیو واکسین څخه د ډډه کوونکو کورنیو شمېر ۱۲۰۰۰ ؤ، چې له نیکه مرغه اوس یې شمېر کم شوی او ۶۰۰۰ کورنیو ته رسیږي. یعني ۵۰ سلنه یې اوس خپل ماشومان واکسینوي.“

د یادونې وړ ده چې ګڼ شمېر دیني عالمان د ګوزڼ ضد واکسین سره د ځینو کورنیو مخالفت ناسم ګڼي، او له هغوی غواړي چې په کمپاینونو کې خپل ماشومان واکسین کړي، خو لا هم د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې داسې کورنۍ شته چې د یاد واکسین تطبیق ته زړه نه ښه کوي.

XS
SM
MD
LG