د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو ضد واکسین په تطبیق کې د مشرانو او کورنیو مرسته د ستاینې وړ ده - واکسیناتوران


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د فراه ولایت واکسیناتوران وایي چې د پولیو ضد واکسین په تطبیق کې د مشرانو او کورنیو مرسته د ستاینې وړ ده.

د واکسیناتورانو په وینا، په فراه ولایت کې ګڼ شمېر کورنۍ او مشران شته چې نه یواځې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسینوي، بلکه نورې کورنۍ هم هڅوي چې خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.

د فراه ولایت د مرکز د واکسیناسیون د همغږۍ مسؤول، محمد قاسم آرمان، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”یو شمېر سیمه ایز مشران او کورنۍ د رضاکارانو سره اوږه په اوږه کار کوي، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.“

نوموړی له کورنیو غواړي چې په کمپاینونو او روغتیایي مرکزونو کې خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د پولیو ناعلاجه ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خلاصون و مومي.

ښاغلي آرمان زیاته کړه: ”موږ له هغو مشرانو او کورنیو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې په کمپاینونو کې خپل ماشومان واکسینوي، او تر څنګ یې خلک تشویقوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.“

په ورته مهال، د فراه ولایت یو شمېر میندې د خپلو ماشومانو واکسینول خپل مهم مسؤولیت بولي، او وایي چې باید د ماشومانو روغتیا ته تر هر شي لومړیتوب ورکړل شي.

د فراه ولایت اوسیدونکې، زرګله، چې د پنځو ماشومانو مور ده وایي: ”ما تل د یوې مور په توګه خپل مسؤولیت ادا کړی، او خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان مې واکسین کړي. زه له ټولو میندو او پلرونو څخه غواړم چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.“

روغتیا پالان وايي چې پولیو ناروغې درملنه نلري، خو د دوه څاڅکو واکسین په واسطه د وقایې وړ ده، او کورنۍ باید په هر کمپاین کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG