د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې مسافرو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کیږي – روغتیایي مسؤولین


د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د پولیو ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د پولیو ضد کمپاین

روغتیایي مسؤولین وایي د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د ځینو هیوادونو په غوښتنه مسافرو ته د نورو واکسینونو تر څنګ، د پولیو ضد واکسین هم تطبیق کیږي.

د کابل له هوایي ډګر څخه هره ورځ د ګوتو په شمار کورني او بهرني پروازونه ترسره کیږي چي زرګونه کسان لیږدوي. دغو مسافرو ته د موظفو روغتیایي ټیمونه له لوري د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”موږ د کابل په هوایي ډګر کې موظف ټیمونه لرو او هغو مسافرانو ته د پولیو ضد واکسین ورکوو چې ځینې هېوادونو لکه سعودي عربستان یې د واکسین غوښتنه کوي.“

د نوموړي په وینا، که چیرې د نورو هېوادونو له لوري دغه غوښتنه مطرح نه وي، په هغه صورت کې د مسافرینو خپله خوښه ده چې واکسین تطبیقوي یا یې نه تطبیقوي.

بل لوري ته، د پلازمینې کابل یو شمېر اوسیدونکي په ننګرهار ولایت کې د پولیو څلورو تازه پېښو اندیښمن کړي، او د روغتیایي چارواکو له لوري د هر ډول وقایوي اقدام هرکلی کوي. دوی په هوایي ډګر کې د واکسیناتورانو شتون د پولیو ناروغي د مخنیوي لپاره ګټور بولي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکي، خلیل، امریکا غږ ته وویل: ”ما تیره اونۍ له خپلې کورنۍ سره د کابل له هوایي ډګر څخه هرات ولایت ته سفر درلود. د هوایي ډګر په ځانګړو برخو کې واکسیناورانو شتون درلود او زما ماشومانو ته یې د پولیو ضد واکسین تطبیق کړ .“

د کابل ولایت اوسیدونکې، شریفه، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”موږ تل خپل ماشومان واکسینول، او خوښ وو چې د ګوزڼ تغر له افغانستان څخه په ټولیدو دی، خو کله مو چې په ننګرهار کې د پولیو د نویو پېښو په هکله واریدل، یو ځل بیا مو د خپلو ماشومانو روغتیا او راتلونکي ته اندیښنه زیاته شوه.“

نوموړې له روغتیایي چارواکو غواړي چې د ګوزن د له منځه وړلو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي، تر څو هیڅ ماشوم د دغې ګواښوونکې ناروغۍ قرباني نشي.

XS
SM
MD
LG