د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا پالان: د چاپیریال ککړتیا په چټکۍ سره د پولیو ویروس خپروي


آرشیف
آرشیف

روغتیا پالان وایي که چیرې خلک د خپل چاپیریال پاک ساتنې ته پاملرنه ونکړي، نو په چټکۍ سره به د پولیو ویروس د ماشومانو تر منځ خپور شي.

په کابل کې یو شمېر روغتیا پالان وایي چې د چاپیریال ککړتیا د پولیو ویروس د انتقال لپاره آسانه زمینه ده او د دې لامل کیږي چې یاد ویرس په چټکۍ سره د ماشومانو تر منځ خپور شي او د هغوی د مړینې او معلولیت سبب وګرځي.

د کابل ښار په دیوان‌بیګي روغتون کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر عصمت‌الله عاصم، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”پاکوالی د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې اغیزناک رول لري او ناپاک چاپېریال د پولیو ویروس د خپریدو لپاره مساعد فکتور بلل کیږي.“

د روغتیا پالانو تر څنګ، د کابل یو شمېر دیني عالمان هم وایي چې نظافت د اسلام په سپیڅلي دین کې ځانګړی ځای لري او دوی هڅه کوي چې د چاپیریال د پاک ساتلو په اړه خلکو ته اړین معلومات ورکړي.

یو تن دیني عالم، مولوي احسان‌الحق حنفي امریکا غږ ته وویل: ”کورنۍ باید د خپلو ماشومانو او چاپیریال نظافت ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو ماشومان ېې په پولیو او نورو ساري ناروغیو اخته نشي.“

بل لوري ته، د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤولین وایي چې دوی د عامه پوهاوي په برخه کې زیات کار کړی او کورنیو ته ېې د پولیو ناروغۍ د ګواښونو او د واکسین د ګټو په اړه اړین معلومات ورکړي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول ډاکټر نیک ولي شاه مومن وایي: ”پولیو یوه ساري ناروغي ده او په آسانۍ سره له یوه کس څخه بل کس ته انتقال مومي، نو اړینه ده چې خلک د یادې ناروغۍ د ګواښونو او د واکسین د ګټو په اړه بشپړ پوهاوی ولري.“

د نوموړي په وینا، دوی د دیني عالمانو، قومي مشرانو او رسنیو له لارې ګڼ شمېر د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره اچولي او پدې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، خو لا هم په لرو پرتو سیمو کې د عامه پوهاوي پروګرامونو ته اړتیا لیدل کیږي.

د کابل ولایت روغتیا پالان او دیني عالمان خلکو ته د چاپېریال د پاک ساتنې او د نظافت د رعایت کولو سپارښتنه کوي او له کورنیو غواړي چې د خپل چاپیریال او ماشومانو روغتیا ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او پدې توګه د پولیو ویروس د خپریدو په مخنیوي کې له دوی سره پراخه همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG