د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو ضد مبارزه کې د افغانستان سره د روغتیا د نړیوال سازمان او یونیسف ادارې همکاري


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

روغتیایي چارواکي وایي چې د پولیو ضد مبارزه کې د عامې روغتیا له وزارت سره د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره پراخه همکاري کوي.

د روغتیایي مسؤولینو په وینا، دوی توانیدلي چې د روغتیا نړیوال سازمان او د یونیسف ادارې په همکاري د پولیو ضد مبارزه کې اغېزناک ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکتر صدیق الله پتیال امریکا غږ ته وویل: ”موږ د روغتیا د نړیوال سازمان او یونیسف ادارې په مالي مرسته د پولیو ضد مبارزې تر څنګ، په ځينو سیمو کې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

خلک د پوليو ضد مبارزې تر څنګ، په ځينو نورو روغتیايي برخو کې د نړیوالو روغتیایي بنسټونو له مرستو هرکلی کوي، او وایي چې دوی یې د پولیو په له منځه وړلو کې همکاري ته هڅولي.

په ورته مهال، روغتیایي مسؤولین هم دا تاییدوي چې د یادو هڅو په پایله کې د پخوا په پرتله د پوليو ضد واکسین په پوښښ کې مثبت بدلون راغلی، او اوس ګڼ شمېر کورنۍ خپل ماشومان واکسینوي.

د یونیسف ادارې د پولیو د له منځه وړلو د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه امریکا غږ ته وویل: ”د دغو ګډو هڅو له امله د پولیو د له منځه وړلو په پروګرام د خلکو باور زیات شوی، او پایله یې دا ده چې له یوه لوري د هغو ماشومانو شمېر کم شوی چې پخوا به له واکسین څخه پاتې کیدل، او له بله پلوه د پولیو په پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی.

د روغتیا د نړیوال سازمان وايي چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي چې لا یې هم میلیونونه ماشومان د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG