د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي ولایتونه لاهم د پولیو ناروغۍ مرکزي سیمې ګڼل کیږي – روغتیايي مسؤولین


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې د تېرو دوو لسیزو په اوږدو کې د پولیو تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې ثبت شوي.

دوی یادونه کوي چې د جنوبي حوزې ټول ولایتونه په تېرو دوو لسیزو کې د پولیو ناروغۍ د پېښو شاهدان ؤ، او لا هم دغه حوزه د پولیو ویروس تر ګواښ لاندې سیمه بلل کیږي.

که څه هم له تېر کال راهیسې په یاد زون کې د پولیو کومه مثبته پېښه نده ترسترګو شوې، خو لا هم د پولیو ضد کمپاینونو د ترسره کولو له پلوه مهمه سیمه بلل کیږي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”په جنوبي حوزه کې لا هم د پولیو ګواښ لوړ دی، ځکه پخوا یې مثبتې پېښې درلودې. له نیکه مرغه موږ په تېرو دوو کلونو کې په جنوب کې د پولیو کومه مثبته پېښه یا مثبت محیطي سمپل نلرو .“

د نوموړي په وینا، د خوارځواکۍ د کچې لوړوالی، په ځینو لېرو پرتو سیمو کې له واکسین څخه د ماشومانو پاتې کیدل او د پولیو ضد واکسین له تطبیق څخه د یو شمېر کورنیو ډده کول، په جنوبي حوزه کې د پولیو ضد مبارزې په وړاندې مهمې ستونزې بلل کیږي، چې په خپل وار سره د یادې ناروغۍ د خپریدو سبب کیږي.

ښاغلي مومن زیاته کړه: ”پاکستان ته د جنوبي ولایتونو د اوسیدونکو زیات تګ راتګ هم د پولیو ویروس د انتقال سبب کیږي، او کورنۍ باید هرومرو خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، تر څو د پولیو له وژونکې او معلولونکې ناروغۍ څخه وژغورل شي.“

د کندهار ښار یو تن اوسیدونکي، عبدالقاهر، امریکا غږ ته وویل: ”موږ له روغتیایي چارواکو غواړو چې د پولیو ضد واکسین تر څنګ دې د نورو ناروغیو واکسینونو ته هم پاملرنه وکړي، تر څو زموږ ماشومان د بیلابیلو ناروغیو په وړاندې وقایه شي.“

د افغانستان په جنوبي حوزه کې ټولټال ۱.۵ميلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین لپاره هدف ټاکل شوي، خو روغتیا پالان وایي چې دا شمېر په تېرو څلورو کلونو کې د واکسین تر پوښښ لاندې ندي راغلي.

XS
SM
MD
LG