د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ د ګواښ کچه راټیټه شوې – روغتیایي مسوؤلین


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د افغانستان د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسوؤلین وایي چې د یادې حوزې په ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغې د ګواښ کچه راټیټه شوې.

دوی چاپیریال کې د پولیو ویروس شتون تاییدوي، خو وایي چې د پخوا په پرتله د پولیو ناروغی د ګواښ کچه راټیټه شوې.

د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر صدیق الله پتیال، امریکا غږ ته وویل: ”که څه هم د جنوبي حوزې په چاپیریال کې د پولیو ویروس شتون لري، خو له نیکه مرغه د پولیو ناروغۍ هیڅ مثبته پېښه پکې نده تر سترګو شوې، چې د پولیو په له منځه وړلو کې د پام وړ پرمختګ بلل کیږي.“

د نوموړي په وینا، دوی ټولنې ته د حفظ الصحې د رعایتولو ځینې هڅوونکي پروګرامونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه په پام کې نیولي، چې په خپل وار سره کولای شي د پولیو په له منځه وړلو کې ګټور تمام شي.

که څه هم ویل کیږي چې په روان میلادي کال کې د افغانستان دننه د پولیو ناروغۍ کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې، خو روغتیا پالان لا هم پاکستان کې د پولیو ناروغۍ د مثبتو پېښو شتون او یاد هېواد ته د افغانانو زیات تګ راتګ، د پولیو ویروس د انتقال لپاره زمینه بولي.

په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”پاکستان ته د افغانستان د جنوبي حوزې د اوسیدونکو پراخ تګ راتګ، یادې حوزې ته د پولیو ویروس د انتقال سبب کیږي. نو په کار ده چې د کمپاینونو تر څنګ، په سرحدي دروازو او لویو لارو کې هم واکسین ته جدي پاملرنه وشي.“

روغتیا پالان ټينګار کوي چې هیڅ له پنځو کالو څخه کم عمره ماشوم باید په کمپاینونو او مسافرت کې د پولیو ضد واکسین له څاڅکو محروم نشي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خوندي پاتې شي.

XS
SM
MD
LG