د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست په پنځو ولسواليو کې کور په کور د ګوزڼ واکسین نه دي شوي


د ګوزڼ ضد واکسين د وروستيو کمپاينونو پرمهال د خوست په پنځو ولسواليو کې کلينيک په کلينيک ماشومانو ته واکسين شوی دی. خلک وايي، د دوی په همکارۍ دې کور په کور د ګوزڼ دغه کمپاينونه تر سره شي.

د خوست ولایت د عامې روغتيا ریس ډاکټر ګل محمد الدين منګل له امریکا ته ومنله چې، د کلينيک په کلينيک کمپاين کې ماشومان له واکسين محروميږي خو هڅه کوي، کور په کور کمپاين ترسره کړي.

“که چېرته موږ ته په مرکزي سطه اجازه راکړل شي، مو نږ حاضر يو چې د خپلو ټيمونو په واسطه سره په هغو ولسواليو کې چې واکسينو ته اړتيا لري او د واکسين له تطبيق پاتې دي، موږ هلته خپل فعاليتونه دوباره شروع کړو”.

د دې ولايت موسی خېل، قلندر، تريزايي عليشېر، باک او صبري هغه ولسوالیو دي، چې د وروستيو څو کمپاينونو پرمهال د ګوزڼ ضد واکسين په کې د ناامنۍ له کبله کلينيک په کلينيک ترسره شوي دي.

د باک ولسوالۍ اوسېدونکي اشرف الله امریکا غږ ته وويل، چې په دې سره د دوی د سيمې زرګونه ماشومان د ګوزڼ ضد واکسين څخه محروم شوي دي او د ماشومانو روغتيا ته جدي ګواښ پېښوي.

“اوس به کلينيک ته ماشومان ور وړې. خو خلک کلينيک ته مراجعه نه شي کولای. موږ له دوی نه دا غوښتنه لرو چې د پوليو واکسين ټيمونه بيا کليو ته راشي”.

د يادو ولسواليو اوسېدونکي د روغتيا برخې له دولتي مسؤلينو غوښتنه لري، چې د خلکو په همکارۍ دې په دغو ولسواليو کې کور په کور د ګوزڼ ضد واکسين کمپاينونه ترسره کړي.

که څه هم د کلينيک په کلينيک د کمپاينونو په نتيجه کې له واکسين څخه د محرومو شويو ماشومانو کره شمېر نه دی څرګند، خو د روغتيا نړيوالې شبکې د معلوماتو له مخې په ټوليز ډول په دغه ولايت کې لسګونه زره ماشومان له پولیو واکسين پاتې کيږي.

پوليو يا په ماشومانو کې فلج تداوي نه لري. د روغتيا پالانو ټينګار دا دی چې په بشپړ ډول د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره لازمي ده، چې د هر کماپن پرمهال هر ماشوم د پوليو واکسين تطبيق شي.

XS
SM
MD
LG