د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د پولیو ضد مبارزه کې زیاتې همکارۍ ته د ځوانانو لیوالتیا


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر میاشتې د پولیو کمپاین

د افغانستان د سویل ختیځې حوزې ځوانان وایي چې دوی چمتو دي چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د نورو خیریه فعالیتونو تر څنګ، د پولیو ضد مبارزه کې لا زیاته همکاري وکړي.

د خوست ولایت ځوانان او ټولنیز فعالان د پولیو ضد مبارزه د ټولنې د بیلابیلو قشرونو ګډ مسؤولیت بولي، او د ټولنې له ټولو غړو غواړي چې پدې برخه کې خپله همکاري ونه سپموي.

د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسیدونکي، خان الدین انیس، امریکا غږ ته وویل: ”موږ پخوا هم د واکسین له ټیمونو سره همکاري کړې او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه مو د عامه پوهاوي په پروګرامونو کې ګډون کړی، او په راتلونکي کې هم خپلې همکارۍ ته دوام ورکوو.“

نوموړی په یوه لیرې پرته سیمه کې چې شاوخوا ۶۰۰۰۰ نفوس لري، ژوند کوي، او پرته له هر ډول مادي امتیازاتو یې ګڼ شمېر کورنۍ هڅولي چې خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.

د خوست ولایت بل اوسیدونکی، انعام الله، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”زه د یو ځوان په ټوګه له نړیوالې ټولنې غواړم چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې دې په افغانستان کې د پولیو ضد مبارزې ته پاملرنه زیاته کړي، تر څو افغانستان هم له ګوزڼ څخه د پاکو هیوادونو په کتار کې راشي.“

بل پلو، سیمه ایز روغتیایي مسؤولین وایي چې د پولیو ضد مبارزه کې له مادي امتیازاتو پرته د ځوانانو له همکاري هرکلی او ملاتړ کوي، او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې په همکارۍ به د تشویقي پروګرامونو له لارې ځوانان وهڅوي چې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر فضل کریم مندوزي، امریکا غږ ته وویل: ”موږ له یونیسف ادارې سره خبرې کړي چې د پولیو ضد واکسین د تطبیق د ځوانو رضاکارانو لپاره تشویقي امتیازات په نظر کې ونیسي، تر څو نور ځوانان هم د همکارۍ لپاره تشویق شي.“

د یونیسف اداری د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسؤول، کمال شاه سید امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو له منځه وړل یواځې د روغتیایي بنسټونو مسؤولیت نه، بلکه د ټولنې د بیلابیلو قشرونو لکه ځوانانو، دیني عالمانو او قومي مشرانو مسؤولیت دی.“

د نوموړي په وینا، ځوانان باید پدې مبارزه کې په رضاکارانه ډول ګډون وکړي، او د پولیو ناروغۍ د ناوړه پایلو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه خلکو ته اړین معلومات وړاندې کړي.

داسې ویل کیږي چې لا هم د افغانستان د ګڼ شمېر لیرې پرتو سیمو ځینې اوسیدونکي د ګوزڼ ضد واکسین د ګټو په اړه لازم پوهاوی نلري، او واکسیناتورانو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی ماشومان واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG