د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې شاوخوا ۷۰۰۰ ماشومان د پولیو له واکسین څخه محروم دي - روغتیايي چارواکي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

پکتیکا چې یو پراخ مساحت لرونکی ولایت دی او خلک یې په پاشلي توګه استوګن دي د شاوخوا ۲۷۰۰۰۰ کوچنیانو څخه ۷۰۰۰ یې د ګوزڼ له واکسین څخه محروم دي.

پکتیکا کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې د محرومو ماشومانو کورنۍ بې پروایي او د غیر علمي خبرو تر اغېز لاندې راتلل د دوی د اولادونو د محروم پاتې کېدو اصلي لاملونه دي.

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د عامه اړیکو مسؤول، ډاکټر محمد قاسم نایل په دې هکله وویل چې د پولیو په پروګرام کې موږ یوه اندازه محرومیت لرو چې شمېر یې تر ۷۰۰۰ رسیږي او هغه هم په هغو سیمو کې دي چې مخکې له کمپاینونو محرومې پاتې شوې وې. دې سیمو کې کورنۍ یا د رواجي او غیر علمي خبرو تر تاثیر لاندې راغلي او یا هم د کمپاینونو پر مهال یې کورنیو بې پروایي کړې.“

د ښاغلي نایل په وینا، په دې ولایت کې د ګوزڼ کمپاین د تطبیق په تړاو کافي اندازه پوښښ شته او اړوندې ادارې هم په مشترګه همغږۍ سره د پولیو پروګرام څاري، له نیکه مرغه تر اوسه له کوم خنډ سره مخ نه یو.

نوموړی زیاتوي چې پدې برخه کې جدي ستونزې نشته، پکتیکا د پولیو پروګرام تر ښه څار لاندې دې او دا ولایت په کافي اندازه پوښښ لري چې ارقام یې تر ۲۶۱۰۰۰ رسیږي.

په همدې مهال، د سویل ختیځ زون یو شمېر اوسیدونکي د ګوزڼ په ضد شریکه مبارزه کې د والدینو رول ته په اشارې وایي چې پولیو ته باید ټول د شریک دوښمن په سترګه وګوري او په مخنیوي کې یې له صحي رضاکارانو سره همکاري زیاته کړي.

د خوست یو تن اوسیدونکی، جاوید امریکا غږ ته خپل نظر داسې څرګندوي: ” د والدینو رول او اغېز ډېر مهم دی ځکه پولیو د ټولو شریک دوښمن دی او د هیچا اولاد تر هغه وخته خوندي ندی ترڅو چې په منظم ډول واکسین شوی نه وي، نو موږ تاسې ټول هغه والدین چې دې برخه کې یوڅه ناغیړي کوي باید له رضاکارانو سره مرسته وکړو ترڅو په وخت یې مخنیوی وشي.“

د یادونې وړ ده چې دا مهال یوازې پکتیکا ولایت کې د پولیو پروګرام د ښه او اغېزمن تطبیق لپاره دوه نیم زرو په شاوخوا صحي کارمندان په مختلفو بخشونو او عملي بڼه د دې معلولونکې ویروس د مخنیوي په هلو ځلو لګیا دي.

XS
SM
MD
LG