د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: د چاپېریال ککړتیا د ګوزڼ ناروغۍ د خپریدو لامل کیږي


فراه ولایت کې د ۲۰۲۲ د جنورۍ د میاشتې د ګوزڼ کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور
فراه ولایت کې د ۲۰۲۲ د جنورۍ د میاشتې د ګوزڼ کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور

د خوست ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې د چاپېریال ککړتیا د پولیو ویروس د خپریدو لپاره زمینه برابروي، دوی له خلکو غواړي چې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره دې خپل چاپېریال پاک وساتي.

په خوست کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مرستیال، ډاکټر ګل محمدالدین محمدي وایي چې نظافت او د چاپېریال پاک ساتل د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې زیات رول لري.

د ښاغلي محمدي په وینا، ناپاکه کوڅې، ناپاک چاپېریال او غیرمعیاري تشنابونه هغه فکتورونه دي چې د پولیو ویروس د خپریدو او تکثیر لپاره زمینه برابروي.

د خوست ځیني ښاریان هم د چاپېریال له ککړتیا څخه ویره لري او وایي چې د پولیو په ګډون د بیلابیلو ناروغیو د خپریدو لامل کیږي.

جاوید، د خوست اوسیدونکی په دې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: " زه په اونۍ کې دوه ځله د خپل کور شاوخوا پاکوم، تر څو زموږ ماشومان د ګوزڼ په ګډون له مختلفو ناروغیو خوندي پاتې شي."

نوموړي زیاته کړه، خلک او اړوند چارواکي باید د ښار صفایي ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو له ککړتیا او ناروغیو پرته چاپېریال ولرو.

بل لوري ته د خوست ښاروالۍ مسؤولین وایي چې د دوی د تنظیف ټیمونه د ښار د پاکوالي او د ساري ناروغیو د خپریدو د مخنیوي په موخه شپه او ورځ کار کوي.

د خوست ښاروال، قاري بسم الله بلال امریکا غږ ته وویل: " د خوست ښاروالۍ کارکوونکي د چمتو شوي پلان مطابق د شپې له خوا د ښار ویالې پاکوي او کثافات ېې خوندي ځای ته انتقالوي، تر څو د ښاریانو لپاره ستونزې جوړې نکړي."

د ښاغلي بلال په وینا، د ښار په پاک ساتلو کې د ښاریانو همکاري اړینه ده، ځکه که چیرې ښار پاک نه وي د ساري ناروغیو د خپریدو لامل کیږي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په خوست کې د پولیو کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې، خو شاوخوا دوه کاله مخکې د ښار په مرکزي لویه ویاله کې د چاپېریال د ککړتیا له امله د پولیو ویروس نښې نښانې تثبیت شوې وې.

XS
SM
MD
LG