د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا پالان: د کور په کور واکسین کړنلاره اغیزمنه ده


د ۲۰۲۲ د پولیو کمپاین پر مهال یو ماشوم ته د واکسین د څاڅکو تطبیق
د ۲۰۲۲ د پولیو کمپاین پر مهال یو ماشوم ته د واکسین د څاڅکو تطبیق

د افغانستان د جنوب ختیځ زون روغتیایي چارواکي وایي چې په یو شمېر ولایتونو کې د جومات په جومات واکسین کړنلارې په پرتله د کور په کور واکسین کړنلاره بریالی ده.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي امریکا غږ ته وویل: " کور په کور کمپاین ځکه بریالی دی چې په ترڅ کې ېې ټولو هغو ماشوماتو ته چې ویده وي، ناروغ وي او یا مېلمانه وي واکسین رسیږي."

د ښاغلي محمدي په وینا، کله چې جومات په جومات کمپاین کیږي، ښایي د یو شمېر هغو کورنیو ماشومان چې له جوماتونو څخه واټن لري او یا نارینه ېې د ورځې له لوري په کور کې نه وي، له واکسین څخه پاتې شي.

د خوست ولایت د روغتیایي چارواکو تر څنګ د دې ولایت اوسیدونکي هم له کور په کور کمپاین څخه خوښ دي او وایي چې جومات په جومات کمپاین کې خامخا ځینې ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي.

د خوست د مرکز اوسیدونکي ثاقب پدې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: " موږ له کور په کور کمپاین څخه راضي یو، ځکه په دا ډول کمپاین کې تل واکسیناتوران د ماشومانو د واکسینولو لپاره زموږ کورونو ته راځي."

نوموړي زیاته کړه، کور په کور واکسین یوه آسانه طریقه ده چې په تطبیق سره ېې هیڅ ماشوم له واکسین څخه نه پاتې کیږي، آن که چیرې نارینه په کور کې نه وي د کور ښځینه هم کولی شي خپل ماشومان د واکسین لپاره هغوی ته راوکاږي.

بل لوري ته په پکتیکا کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حکمت الله عصمت امریکا غږ ته وویل: " ماشومانو ته د پولیو واکسین د نه رسیدو یو مهم لامل دا دی چې له ۲۰۱۹ میلادي کال راهیسې په یو شمېر ولسوالیو کې د پولیو واکسین یواځې په کلینیکونو کې تطبیق کیده."

د ښاغلي عصمت په وینا، په تېرو کلونو کې له یوه لوري د امنیتي ستونزو او له بل لوري له کلینیکونو څخه د کورونو د واټن له امله ځینې ماشومان له واکسین څخه بې برخې پاتې کیدل.

نوموړي زیاته کړه، اوس چې امنیتي وضعیت څه نا څه سم شوی، دوی هڅه کوي چې ټولو سیمو ته او تر هر ماشوم پورې واکسین ورسوي.

د ګوزڼ واکسین د تطبیق په اړه له وړاندې د کور په کور واکسین کړنلاره بریالۍ بلل کېده، خو په افغانستان کې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله د واکسین د تطبیق بڼه جومات په جومات ته بدله شوې، چې د روغتیا پالانو په اند تر ډېره بریالۍ نده او د ماشومانو تر منځ ېې د پولیو ناروغۍ د ګواښ کچه لوړه کړې.

XS
SM
MD
LG