د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې څه باندې نهه میلیون ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کمپاین پيل شو


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د پولیو واکسین کمپاین دوهم پړاو پیلېدو خبر ورکړ او ویلي دي چې ټاکل شوې په دغې مرحله کې تر پنځه کلنۍ کښته ۹.۱ میلیون ماشومان واکسین شي.

د یاد وزارت ویاند جاوید هژیر نن دوشنبه فبرورۍ ۲۱ (کب دوهمه) امریکا غږ ته وویل چې بامیان، دایکندي، غور او د غزني او بدخشان ولایتونو ځينې ولسوالۍ د هوا د یخنۍ له امله د پولیو واکسین په دغه مرحله کې شامل نه دي.

ښاغلي هژیر زیاته کړه چې د واکسین دغه کمپاین په دوو مرحلو کې تطبیق کیږي چې دوهم پړاو به یې د روانې کب میاشتې پر نهمه په جنوبي ختیځو ولایتونو کې پیل شي.

د طالبانو د روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عبادي وویل چې اوس مهال په ټول افغانستان کې د ماشومانو د پولیو واکسین د تطبیق زمینه رامنځته شوې ده او له واکسیناتورانو څخه یې غوښتي چې د دغه ویروس د مخنیوي په برخه کې پوره هڅې وکړي.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت زیاته کړې: "افغانستان د پخوا په پرتله د پولیو له منځه وړلو ته ډير نږدې شوی او ټول هیوادوال باید په ګډه کار وکړي ترڅو د پولیو واکسین کمپاین په بریالیتوب سره پلي شي. پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې د درملنې وړ نه ده او يوازې د واکسين په مټ يې مخه نيول کيداى شي. هغه ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته کیږي د تل لپاره فلج یا مړه کیږي."

د طالبانو روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې د پولیو واکسین کمپاین د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په همکارۍ پیلیږي.

په همدې مهال په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان هم په دغه هیواد کې د ماشومانو د پولیو واکسین کمپاین د تازه مرحلې پیلېدو خبر ورکړی دی. دغه سازمان پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې پولیو د تلپاتي فلج او حتا د ماشومانو د مرګ لامل ګرځي، خو مخنیوی یې ډير اسانه دی.

یاد سازمان په افغانستان کې د پولیو مخنیوي لپاره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو لپاره د پولیو واکسین دوه څاڅکي ورکول مهم بللي او له ټولو خلکو څخه یې غوښتي چې د پولیو ورکولو لپاره خپل ماشومان واکسین کړي.

دا د نوي ۲۰۲۲ میلادي کال تر پیل وروسته په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین دوهم کمپاین دی چې په دغه هیواد کې پیلیږي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په روان کال کې تر اوسه په پکتیکا ولایت کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې او د دغه ویروس جنیټیکي ریښه د پاکستان کویټې له مثبتو پېښو سره تړاو لري.

XS
SM
MD
LG