د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومانو په راتلونکي باندې د ګوزڼ ناوړه اغیزې


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

ګوزڼ د ماشومانو په راتلونکي سترې اغیزې لري او هغوی په ځواني کې له کار او ښه ژوند څخه بې برخې کوي.

د خوست ولایت یو شمېر ټولنیز فعالان او د پوهنتون استادان وایي چې ګوزڼ وهلي ماشومان د معلولیت له امله په ځواني کې د نورو کسانو په پرتله د کموالي احساس کوي او له روحي ستونزو سره مخامخ کیږي.

دغه فعالان او استادان له میندو او پلرونو غواړي چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي، تر څو له هغو فزیکي او روحي ستونزو او کړاوونو څخه چې له ګوزڼ او معلولیت سره تړاو لري، خلاصون ومومي.

د خوست د پوهنتون استاد او ټولنیز فعال، حضرت‌الله ارغوان پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”هغه ماشومان چې په پولیو او معلولیت اخته کیږي، کیدای شي په ځواني کې له زیاتو ستونزو سره مخ شي.“

د ښاغلي ارغوان په وینا، معلولیت لرونکو اشخاصو ته معمولاً په ماشومتوب کې کورنۍ زیاته رسیدګی کوي خو کله چې هغوی ځوانۍ ته ورسیږي او خپلې ستونزې په خپله حل نکړي، نو ځوریږي او له روحي ستونزو سره مخ کیږي.

نوموړي زیاته کړه، کله چې دا ډول ځوانان د معلولیت له امله له کار څخه محروم شي، ځان د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار ګڼي او د کموالي احساس ورته پیدا کیږي، چې دا حالت په خپل وار سره د هغوی په روحي وضعیت ناوړه اغیزه کوي.

د ښاغلي ارغوان په وینا، په افغاني ټولنه کې له ځایه له معلولیت لرونکو اشخاصو سره خلک غوره چلند نلري او نه هم د افغانستان په دولتي او خصوصي ادارو کې د نړۍ د پرمخ تللو هیوادونو په شان د معلولینو لپاره امکانات او آسانتیاوې په پام کې نیول شوي.

د ټولنیزو چارو فعالان دغو ستونزو ته په کتو، له کورنیو غواړي چې خپلو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته په کمپاینونو او روغتیایي مرکزونه کې واکسین وکړي.

XS
SM
MD
LG