د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې یو شمېر خلک د پولیو واکسین کور په کور کمپاین ته خوښ دي


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی.

د ننګرهار اوسیدونکي خوښ دي چې ماشومانو ته یې د ګوزڼ واکسین د کورونو تر دروازو او په ټاکلي وخت سره رسیږي.

د طالبانو تر واکمنیدو وروسته په ختیځ کې د پولیو کور په کور کمپاین د یو کلن ځڼډ وروسته د مارچ په میاشت کې د لومړي ځل لپاره تر سره شو.

د ننګرهار اوسیدونکي د ګوزڼ د کور په کور کمپاین پیل یوه پرځای پرېکړه بولي او زیاتوي چې دې سره به تر پخوا ډېرو ماشومانو ته واکسین ورسیږي.

د جلال آباد ښار اوسیدونکي، رضوان تره خېل امریکا غږ ته وویل: "کور په کور کمپاین د دې لپاره ښه دی چې د ځینو کورنیو مشران د کاروبار لپاره بهر ته ځي او که کمپاین په جومات کې اعلان شي نو د کورنۍ ښځینه غړي ورته رسیدګي نه شي کولی."

که څه هم د جلال آباد ښاریان د ګوزڼ ضد د کور په کور کمپاین په پيل خوښ دي خو زیاتوي چې کچېرې د واکیسناتورانو په ډله کې ښځینه واکسیناتورانې زیاتې شي نو ښايي چې په کورونو کې به مېرمنو او هغو کورنیو ته چې په کور کې نارینه نلري، لاډېره اسانتیا راولي.

د جلال آباد ښار اوسیدونکې، لیمه د ښځینه واکسیناتورانو پر نه شتون اندېښمنه ده او وايي چې اوس ښځینه واکسیناتورانې د کور شاته نه ورځي.

نوموړې امریکا غږ ته وویل: "دلته ډېرې ښځې چې نارینه یې په کور کې نه وي د ماشومانو د واکسین لپاره سړیانو ته نه ور وځي چې دا خورا لویه ستونزه ده."

د ننګرهار د عامې روغتیا ویاند نقیب الله رحیمي بیا امریکا غږ ته وویل: "د کوزڼ ضد واکسین تطبیق کوونکو د کور په کور کمپاین غوښتنه کوله چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت ښه او د عامې روغتیا ریاست د هلو ځلو په پایله کې دا ځل کور په کور کمپاین ترسره شو."

د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې د تیر نظام په دوران کې وروسته له هغه چې د کور په کور کمپاین پر مهال پر واکسیناتورانو بریدونه وشول نو د پولیو کمپاینونه هم وځنډول شول.

خو د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د پولیو واکسین یوازې د جومات په جومات کمپاین پیل شو او تېر مارچ میاشت کې د لومړي ځل لپاره کور په کور کمپاین ته اجازه ورکړل شوه چې چارواکي یې پایله هم تر پخوا ښه ارزوي.

XS
SM
MD
LG