د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختیځ کې د پولیو ضد څلور ورځنی فرعي کمپاین پیل شوی


د ۲۰۲۳ کال د اپریل میاشتې د څلور ورځنی فرعي کمپاین پیل
د ۲۰۲۳ کال د اپریل میاشتې د څلور ورځنی فرعي کمپاین پیل

روغتیایي مسؤولین وایي چې د اپریل په دریمه (د وري ۱۴) نیټه د افغانستان په ختیځو ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان) کې د پولیو ضد څلور ورځنی فرعي کمپاین پیل شوی.

د روغتیایي مسؤولینو په وینا، د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې ځکه ځانګړي فرعي کمپاینونه کیږې چې ماشومان، په تېره بیا هغه ماشومان چې په تېرو کمپاینونو کې له واکسین څخه پاتې شوي، لا هم د پولیو ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخامخ دي.

په کابل کی د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ”پدې څلور ورځني کمپاین کې به د افغانستان په ختیځو ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کنړ او نورستان) کې کابو ۱.۱ میلیون له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.“

د نوموړي په وینا، د افغانستان د نورو حوزو په پرتله په ختیځه حوزه کې پدې وروستیو کې د پولیو ګواښ لوړ شوی، ځکه تېر میلادي کال هلته د پولیو مثبته پېښه ثبت شوې، او محیطي سمپلونه مثبت ؤ، او په روان میلادي کال کې هم محيطي سمپلونه مثبت ښودل شوي.

ښاغلي سید زیاته کړه: ”دا ځل له وړاندې د عامه پوهاوي د پروګرامونو له لارې هڅه شوې چې هغه ماشومان هم واکسین شي چې پخوا له واکسین څخه پاتې کېدل. موږ له میندو او پلرونو څخه غواړو چې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.“

د نوموړي په وینا، د عامه پوهاوي پروګرامونه دوام لري او د رسنیو او روغتیایي مبلغینو په واسطه خلکو ته د پولیو ناروغۍ د ناوړه پایلو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه اړین معلومات ورکول کیږي.

روغتیا پالان وایي چې د پولیو د مثبتو پېښو لرونکي هېواد پاکستان سره د افغانستان د ځینو ختیځو ولایتونو ګډه پوله، په کنړ ولایت کې د پولیو د مثبتې پېښې شتون او په ننګرهار ولایت کې د مثبتو محیطي سمپلونو تایید، هغه عوامل دي چې په یاده حوزه کې یې د پولیو ناروغۍ د ګواښ کچه لوړه کړې، او له روغتیایي چارواکو غواړي چې دې ټکو ته جدي پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG