د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه علمي بنسټونه: د پولیو ضد واکسین ماشومانو ته له ګټې پرته، هیڅ ډول زیان نه لري


د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د مارچ د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

د فراه ولایت یو شمېر علمي بنسټونه وایي چې د پولیو ضد واکسین د عامې روغتیا وزارت له لوري تائید شوی، او ماشومانو ته له ګټې پرته، هیڅ ډول زیان نلري.

د علمي‌ بنسټونو د مسؤولینو په وینا، د پولیو ضد واکسین په ګډون، بیلابیل واکسینونه له تطبیق څخه وړاندې، د عامې روغتیا وزارت له لوري تایید کیږي،‌ او تطبیق یې هیڅ ډول ستونزه نلري.

دوی یادونه کوي چې د پولیو ضد مبارزې چارې او ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق بهیر له نږدې څاري، او له اړوندو روغتیایي ادارو سره همکاري کوي، تر څو کمپاینونه په سمه توګه ترسره شي.

د فراه ولایت د لوړو زده کړو د مؤسسې رئیس، مولوي نعمت الله انصاري،‌ امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو ضد واکسین د یادې ناروغۍ په وړاندې وقایه بلل کیږي، او وقایه تر درملنې غوره ده. هغه واکسینونه چې د عامې روغتیا وزارت له لوري تائید شوي وي، باید ټولو ته د منلو وړ وي.“

د نوموړي په وینا، پولیو د ماشومانو لپاره یوه ګواښوونکې ناروغي ده، چې باید په وړاندې یې ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین شي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خوندي پاتې شي.

بل لوري ته، د فراه ولایت ځینې قومي‌ مشران هم د پولیو ضد واکسین په اړه د علمي‌ بنسټونه ډاډ ورکول ګټور بولي، او له کورنیو غواړي چی خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.

د فراه ولایت یو تن قومي‌ مشر، حاجي محمود مرداني،‌ پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د ګوزڼ ضد واکسین د ګټو په اړه خلکو ته د علمي‌ بنسټونو لکه پوهنتونونه او نورو معتبرو سرچینو له لوري ډاډ ورکول یوه جدي اړتیا ده، او کورنۍ هڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.“

نوموړی له علمي بنسټونو غواړي چې له اړوندو روغتیایي ادارو سره خپله همکاري جاري وساتي، او پدې توګه د ګوزڼ ضد مبارزه کې خپله ونډه ادا کړي.

روغتیا پالان ټینګار کوي چې د ټولنې بیلابیل قشرونه باید د پولیو ضد کمپاینونو په تطبیق کې مرسته وکړي، او له کورنیو غواړي چې په هر کمپاین کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG