د لاس رسي وړ اتصالات

په ختیڅ کې د پولیو څلور ورځنی کمپاین دوام لري


د ۲۰۲۳ کال د می د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د می د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

په ختیڅ کې د پولیو څلور ورڅنی کمپاین پیل شوی او په پام کې ده چې ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین شي.

له دې ډلې ۸۵۰۰۰۰ یې په ننګرهار کې هدف تعیین شوي، چیرته چې تازه د پولیو دوه پېښې ثبت شوي دي.

په دې ولایت کې ولسي خلک د پولیو ویروس خپریدلو ته اندېښمن دي او له کورنیو غواړي چې خپلو ماشومانو ته واکسین وکړي ترڅو د پولیو له لاعلاجه ناروغۍ وژغورل شي.

یو شمېر ښځنه واکسناتورانې چې عملاً د واکسین په پروسه کې په کار بوختې دي او کور په کور واکسین رسوي، امریکا غږ سره په خبرو کې له کورنیو وغوښتل چې همکاري ورسره وکړي او خپل ماشومان ورته د کمپاین په هره دوره کې د واکسین کولو لپاره چمتو کړي.

ګن شمیر ماشومانو هم چې واکسین ورته تطبیق شوی او د یادې ناورغۍ د خطرونو په اړه ورته عامه پوهاوی شوی، امریکا غږ سره د خپلو هم سنه ماشومانو د ژوند ژغورنې په هکله په یوه غږ سره وویل: " پوليو يوه ناعلاجه ناروغي ده، خپل ماشومان واکسين کړئ."

د عامې روغتیا وزارت د پولیو ناروغۍ د ملي عملیاتي مرکز مسؤول، نیک ولي شاه مومن امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "په ختیځه حوزه کې مو د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی چې یو ۱.۴ میلیونه ماشومان به په څلور ورځو کې واکسین شي چې۸۵۰ زره یې یواځې ننګرهار کې دي."

د هغه په خبره چې په نږدې راتلوونکي کې دوه نور کمپاینونه هم په پام کې دي تر څو د یادې ناروغۍ د خپریدو مخه ونیول شي.

ښاغلي مومن زیاته کړه، دا چې وروسته د اتو مياشتو په ننګرهار کې د پوليو د ويروس دوه پېښې مثبت شوي دي، نو مونږ ورته درې کمپاېنونه په نظر کې لرو. يو کمپاين مو د روانې میاشتې په ۱۵ تاريخ پیل او راتلونکي دوه نور کمپاینونه به د جون او جولای په میاشتو کې پلي شي.

په افغانستان کې د یونسیف د پولیو د برخې مسؤول، شمشېر بیا وایي چې هغه سیمې به په راتلوونکي کې ډېر د څار لاندې وي چې د کوزې پښتونخوا سره په پوله پرتې دي.

اوس روغتیا پالان د واکسین د پروسې مسؤولین او عام خلک ټول په یوه خوله دي او وایي چې پولیو هیڅ درملنه نه لري یواځې دوه څاڅکي واکسین کولی شي د یادې ناروغۍ د تل پاتې خطرونو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG