د خیبر پښتونخوا ايالت په بنو ولسوالۍ کې د سوداګرو د ټولنې تر انتظام لاندې د اکتوبر پر ۲۲ (لړم ۱) د پوليسو د مرکزي دفتر او پوځي چاوڼۍ مخې ته احتجاجي پرلت پيل شوی چې مهمې غوښتنې يې د امنيت ټيګښت او د عامه نظم د ګډوډلو په تور د نيول شوي يو پوليس په ګډون د سلګونو فعالانو خوشې کول دي.
په دې پرلت کې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو، سازمانونو او قومونو د مشرانو تر څنګ عام ولس او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ګډون لري.
په بنو کې دې پرلت اعلان د اکتوبر پر ۲۱ په بنو کې د "امن پاڅون" په نوم د هغه احتجاجي لاریون پر مهال شوی و چې لسګونه زره کسانو ګډون پکې کړی وو .
د بنو د سوداګرو اتحادیې عمومي منشي او ولسي مشر غلام قيباز خان وايي چې هغوی په تېرو دريو مياشتو کې په دويم ځل پرلت وهلی دی.
نوموړي زياته کړه چې په جولای مياشت کې يې امن پرلت د خيبر پښتونخوا د اعلی وزير علي امين ګنډه پور لخوا د غوښتنو پوره کولو تر ډاډ او ژمنتيا وروسته پای ته رسولی وو، خو د نوموړي په وينا د دوی پر غوښتنو حکومت تر اوسه عمل نه دی کړی.
قيباز خان وويل، "زموږ سره چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزير پر کومو ۱۶ نکاتو رضا شوی وو، باید هغه عملي شي، خو تر اوسه هغه نکات منظور شوي نه دي، بلکې سرغړونه یې روانه ده. زموږ پر یو ملګري جمشېد خان تشدد وشو، هغه ونیول شو. موږ اوس د انتظامیې او حکومت خلاف پرلت پیل کړی او د خپلو غوښتنو تر منل کېدو پورې به یې جاري ساتو."
د بنو ولسوالۍ انتظامیې او د خيبر پښتونخوا حکومتي چارواکو لا تر اوسه د بنو پرلتوالو د غوښتنو او اندېښنو په اړه څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې چې کله د روان ۲۰۲۴ کال په جولای مياشت کې زرګونه کسانو په بنو کې د ناامنۍ پرضد پرلت وهلی وو نو څو ورځې وروسته د خيبر پښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډه پور ورغلی او پرلتوالو ته يې په هغه سيمه کې د امنيت ټينګولو ډاډ ورکړ او د هغوی د غوښتنو پوره کولو ژمنه يې وکړه، چې وروسته پرلتوالو هغه احتجاجي ناسته پای ته ورسوله.
تر هغه وروسته د بنو پولیسو او ځايي خلکو د سپټمبر پر ۱۲ (وږي ۲۲) پرلت وهلی وو او غوښتنه يې کوله چې پوځيان دې د هغوی له سيمې ووځي. احتجاج کوونکو پوليسو تور پورې کړی وو چې د پوځ په ورتګ سره د دوی په سيمه کې ناامني زياته شوې ده. هغه پرلت هم څو ورځې وروسته تر حکومتي ډاډ وروسته پای ته رسېدلی وو.
د جمشېد خان په نامه د بنو پوليسو يو سرتېری د هغه احتجاجي پرلت سرلاری وو، چې د پرلت تر ختمېدو وروسته له دندې وشړل شو او د عامه نظم د ګډوډلو په تور ونيول شو. پرلتوال ادعا کوي چې جمشېد خان په زندان کې سخت شکنجه شوی او روغتيايي وضع يې د اندېښنې وړ ده.
د اکتوبر پر ۲۲ (لړم اول) په بنو کې پرلتوالو ته په وينا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي او د پښتون قامي جرګې يا عدالت وياند عبدالصمد خان وويل چې دوی د جمشېد خان په ګډون د سلګونو نورو مدني او سياسي فعالانو او د حقونو د مبارزينو د خوشې کولو غوښتنه کوي چې د عامه نظم د ګډوډۍ د قانون درېیمې مادې (درې اېم پي او) له مخې تر پښتون قامي جرګې وړاندې او وروسته نيول شوي دي.
د خيبر پښتونخوا ايالت د خيبر ولسوالۍ په رېګي للمه سيمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې د پښتنو درې ورځنۍ قامي جرګه يا عدالت د اکتوبر پر ۱۳ (تله ۲۲) شپې مهال د ۲۲ پرېکړه ليک په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.
د پښتنو د قامي جرګې ځينې مهمې پرېکړې د پښتنو له خاورې په دوو مياشتو کې د پوځ او وسلوالو ډلو وتل، پر ډيورنډ کرښه له افغانستان سره له پاسپورټ او ويزې پرته تګ راتګ او د سوداګرۍ د اسانتياوو زياتول، له ټولې پښتونخوا د ۲۴۰ زره کسانو غير مسلح لښکر جوړول، د سياسي بنديانو او جبري لاردکه شويو کسانو خوشې کول، د بې ځایه شویو کورنیو بېرته ځای پر ځای کول، د پښتنو پر شتمنیو باندې د هغوی لومړني حقونه باوري کول او د قبایلي شخړو او مذهبي اختلافاتو د هواري لپاره د یوې ځانګړې جرګې جوړول وو.
د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کې له تېرو څو کلونو راهيسې د ناامنۍ پېښې او هدفي بريدونه روان دي چې پرضد يې ولسي وګړيو، سياسي او قبايلي مشرانو او د حقونو فعالانو وخت په وخت احتجاجونه او جرګې کړې دي او د پاکستان له حکومت او پوځ څخه يې د امنيت د ټينګولو غوښتنه کړې ده.
که څه هم د پاکستان پوځ لا تر اوسه په خيبر کې د پښتون قامي جرګې او د اوسنيو احتجاجي لاريونونو او د بنو د اوسني پرلت په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې يې په وار وار ويلي يې دي چې په سیمه کې د امن پرځای کولو لپاره يې د وسلوالو پرضد بې توپيره هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی او امنيت ته ژمن دی.
فورم \ دبحث خونه