د لاس رسي وړ اتصالات

د پي ټي ایم ضد اقدامات د "سیمې امنیت ته خطر پېښولی" شي


د پي ټي ایم ضد اقدامات د "سیمې امنیت ته خطر پېښولی" شي
د پي ټي ایم ضد اقدامات د "سیمې امنیت ته خطر پېښولی" شي

په پاکستان کې د حکومت سیاسي مخالفه گوندونو غوښتې دي چې حکومت دې د پښتون تحفظ تحریک د غړیو ضد اقداماتو کې د احتیاط نه کار واخلي ځکه د دغې ډلې سره نښتې به د سیمې امنیت ته خطر پیښ کړي.

په پاکستان کې حکومت د پښتون تحریک د غړیو او پلویانو نیولو ته دوام ورکړیدی. په دغه لړ کې په وروستیو کې د تحریک د یوې غړې گلالۍ اسماعیل د نیول کیدو خبر هم خپور شو خو د هغې د پلار پروفیسر محمد اسماعیل په وینا دغه خبر ورته پولیسو نه دی تائید کړی.

محمد اسماعیل امریکاغږ ته وویل چې ځینو رسنیو د هغه د لور د نیول کیدو دروغ رپورټونه خپاره کړې و خو کله چې هغه په پیښور کې د پولیسو نه وپوښتل نو هغوي ورته دغه خبر ندی تائید کړی.

هغه وویل چې چارواکو د هغوي په کور او د هغوي د خپلوانو په کورونو څو ځله چاپه وهلي ده، پولیس شک لري چې گلالۍ به د هغوي سره پټه شوې وي.

د یادونې وړ ده چې محسن داوړ او علي وزیر چې دواړه د تحریک اساس ایښودونکي غړي دي او د شمالي او جنوبي وزیرستان نه د پارلمان منتخب غړي دي، دوه اونۍ مخکې امنیتي عسکرو نیولې دي او دا تور یې پرې لگولې دی چې د خړکمر په سیمې کې یې د خپلو پلویانو سره په امنیتي ځواکونو حمله کړي ده.

علي وزیر په هم دغه پیښه کې امنیتي عسکرو ونیوه خو محسن داوړ بیا دوه ورځې وروسته په خپله گرفتاري ورکړه. محسن پولیسو ته ځان د حواله کولو نه مخکې په ویډیو پیغامونو کې وویل چې امنیتي عسکرو په بی وسلې پلویانو ډزې وکړې او ١٣ تنه یې ووژل.

علي وزیر او محسن داوړ تر اوسه پورې په بند کې دي او د محاکمه کیدو انتظار کوي.

د پاکستان د حکومت سیاسي مخالفنیو د دغو پیښو په اړه خبرادری ورکړیدی.

د مسلم لیگ نون گوند مشر شهباز شریف ویلي دي چې د دغو ډول حالاتو نه به دښمنان گټه پورته کړي. شهباز شریف وویل: "پکار ده د مسلې حل د خبرو اترو د لارې ولټول شي. ټوپک د مسلې حل نه دی."

د پاکستان پیپلز گوند مشر بلاول بهټو چې د پي ټي ایم په مسله یې زیات څرگند دریځ خپل کړیدی، څو ځله د حکومت نه غوښتي و چې د تحریک د مشرانو سره دې خبرې وکړي. بلاول بهټو وویل: " هغه کسان چې د خپلو حقونو، دیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت خبره کوي، هغوي ته د غدارۍ لقب ورکول سمه نه ده."

بلاول بهټو د پاکستان د پوځ نه غوښتي چې د ١٩٧١ د تاریخي پیښې نه زدهکړه وکړي چې پاکستان یې دوه ټوټې کړ.

د پاکستان حکومت بیا په پي ټي ایم تورونه لگوي چې د بهرنو هیوادونو نه پیسې اخلي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر افتخار چوهدري ویلي چې: "په پي ټي ایم کې ترهگر موجود دي چې هغوي د اساسي قانون هیڅ درناوی نه کوي."

د پاکستان حکومت تر اوسه پورې په لسگونو تنه د پي ټي ایم پلویان نیولي دي. د دغو کسانو د نیول کیدو ضد نه یواځې په پاکستان بلکه د بخښنې نړیوال سازمان هم غږ پورته کړیدی.

XS
SM
MD
LG