د افغانستان د ملي يووالي حکومت د کاري مودې د بشپړیدلو لپاره شاوخوا یو کال پاتی دی، خو د دې حکومت د جوړښت او کړنو په اړه خلک تر اوسه هم بیلابیل اندونه لري.
په ځانګړي توګه افغان ځوانان چې نن سبا په ټولنیزو او سیاسي چارو کې د خپل زړه بړاس ډیر پر فیسبوک باسي، د حکومت په تړاو پراخ بحثونه کوي. پدوې کې ځیني داسې کسان هم شته چې پخوا یا د حکومت کلک ملاتړي و خو اوس یې منتقدین دي، یا پخوا منتقد وه خو اوس د حکومت ځینې کړنې سمې ورته ښکاري.
ظریف امین یار د ۲۰۱۶ کال د فبروری په دوهم تاریخ د ولسمشر محمد اشرف غني په خبرو نقد کړی او ویلي یې دي چې "ولسمشر وايي د غصب فرهنګ به له منځه ولاړ شي! خو څوک نشته چې ووایي ښاغلی ولسمشره لومړی خو تاسو هغه ښکاره غاصبین چې په سیاست کې ښکېل دي د قانون منګلو ته وسپارئ."
ښاغلي امین یار د ولسمشر غني ویناوې بې خونده بللې او د هغو پر ژمنو یې شک څرګند کړی و.
خو اوس ښاغلی امین یار د حکومت له ډېرو سیاستونو ملاتړ کوي. ده امریکا غږ ته وویل "که څه هم ستونزې شته خو د ولسمشر برنامې د دې باعث شوي چې نن ورځ د افغانستان ملي ګټې تعریف شي، په نړېوالو اړیکو کې د افغانستان حیثیت بېرته اعاده شي، امریکا سره اړيکي بیا جوړي شي، سیمیزې پروژې پلان او تطبیق شي او د اقتصاد، فساد، د قانون پلي کول او نورو برخو کې پرمختګونه وشي."
- مخالفې تبصرې
افغان سیاسي فعال او د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند ادریس ستانکزی یو له هغه کسانو و چې له حکومت نه یې سترې تمې لرلې. ښاغلی ستانکزی امریکا غږ ته وویل "د ملي وحدت حکومت جوړښت غیر قانوني اقدام دی."
ښاغلی ستانکزی په سیاسي بحثونو کې د حکومت کلک منتقد دی او وايي "هغه وعدې چې حکومت کړې وې لکه د خلکو په دسترخوان کې د تغییر راوستل او ځوانانو ته کارموندنه په دې هوکړو کې پاتې راغلی دی."
هغه د فیسبوک په یوه پوست کې ویلي "د افغانستان ۷۰ سلنه وګړي ځوانان دي خو په حکومت کې ورته یوازې یو معینیت د یوه پنځوس کلن معین سره ځانګړی شوی."
سوله، پرمختګ او اصلاحات ځیني داسې مسایل دي چې ګڼ شمیر ځوانان پرې تر یو حده هم نظره ښکاري.
آیا د ملي یووالي حکومت یا په سیاسي چارو کې ستاسو اند هم بدلون موندلی؟ خپل نظر راسره پر همدې پانۍ شریک کړئ!