د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: افغانستان دې د افغان مهاجرو د ډوبیدو قضیه وپلټي


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، ویلي چې د افغانستان حکومت باید د ایراني سرحدي ساتونکو له خوا د لسګونو افغان مهاجرو د غرق کیدو پیښه وپلټي.

ښاغلي پمپیو د چهارشنبې په ورځ مۍ شپږمه (غوایي ۱۷) په یو خبري کنفرانس کې هغو امریکایانو ته په اشارې چې په ایران کې زنداني دي وویل: "مونږ یواځني هیواد نه یو چې اوسیدونکي یې د ایران د ظالمانه چلند سره مخامخ دي. تیره اونۍ د ایراني سرحدي ساتونکو له لورې د افغان مهاجرو سره د بد چلند او شکنجې د خبر په اوریدو ډیر اندیښمن شوم".

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: "افغان مقامات هڅوم چې پراخې پلټنې وکړي او ددې پیښې عاملانو سره حساب کتاب وکړي".

ددغې پیښې یو شمیر ژغورل شویو کسانو تیره اونۍ رسنیو ته وویل چې ایراني سرتیرو شاوخوا ۵۰ تنه افغانان چې په غیر قانوني توګه ایران ته ننوتي وو بیرته افغانستان ته د شړلو پر مهال په «دهانه ذوالفقار» سیمه کې وهلي ټکولي او په زور یې سیند ته اچولي چې یوازې ۱۲ تنه یې ژوندي پاتې شوي دي.

اروپایي ټولنې هم د ایراني سرحدي ساتونکو له لورې د افغان مهاجرو د غرقولو په تړاو اندیښنه څرګنده کړې او پدې اړه یې د شفافو او پراخو پلټنو غوښتنه کړې ده.

اروپایي اتحادیې د یو پیغام په خپرولو سره ژمنه کړې چې د افغانستان حکومت سره به د ایران او پاکستان نه د بیرته ستنیدونکو کسانو ته د اسانتیاوو په برخه کېمرسته وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې د ایران حکومت د افغان مهاجرو په هکله ددغې ادعا په اړه د ګډو پلټنو سره موافقه کړې ده، که څه هم چې له دې دمخه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي د ایران او افغانستان په پوله د داسې یوې پیښې رامنځ ته کیدل رد کړي وو.

د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د سې شنبه په ورځ مۍ ۵ (غوايي۱۶) په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي: "له کډوالو سره د ایران د بې رحمانه چلند او ناوړه استفادې په اړه چې په دغه راپور کې ادعا شوې، وحشتناکه ده، موږ په دې اړه د هر اړخیزو څېړنو څخه ملاتړ اعلانوو."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني به پدې هکله پلټنې پخپله له نژدې وڅاري.

XS
SM
MD
LG