د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغان کډوالو سره د ایراني ځواکونو «چلند وحشتناک» بللی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې اړه یې څېړنې پيل کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې اړه یې څېړنې پيل کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ایراني سرحدي ځواکونو لخوا په اوبو کې د افغان کډوالو غرقېدو په اړه راپورونه وحشتناک او ېې رحمانه بللې دي.

د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز نن سې شنبه مې۵(غويي۱۶) په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي: "له کډوالو سره د ایران د بې رحمانه چلند او ناوړه استفادې په اړه چې په دغه راپور کې ادعا شوې، وحشتناکه ده، موږ په دې اړه د هر اړخیزو څېړنو څخه ملاتړ اعلانوو."

اغلې ویلز ویلي چې د څېړنو تر معلومېدو وروسته مقصر کسان باید د یاد چلند په اړه ځواب ووايي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې شنبې په ورځ په هرات ولایت کې یو شمېر افغان کاریګرو له هغوی سره د ایراني سرحدي ځواکونو لخوا د بند چلند ادعا وکړه.

یادو کسانو ویلي ۵۰ تنه افغان کاریګر چې په غیر قانوني توګه د کار کولو لپاره ایران ته اوښتي و، د ایراني سرحدي ځواکونو لخوا بیرته افغانستان ته د شړلو پر مهال په «دهانه ذوالفقار» سیمه کې په زور سره سیند ته اچول شوي چې یوازې ۱۲ تنه یې ژوندي پاتې شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم تیره ورځ وویل چې په دې اړه یې د سیمه ییزو چارواکو او ژغورل شوو کسانو سره خبرې کړي او د ایران ځواکونو دغه چلند یې بې رحمانه بللی دی.

یاد کمېسیون په یوې اعلامیې کې د افغان کاریګرو سره د ایراني سرتیرو دغه چلند بې رحمانه، ټکان ورکوونکی او د بشري حقونو له ټولو ارزښتونو څخه یې ښکاره سرغړونه بللې ده.

د بشري حقونو کمېسیون هم له افغان حکومت، د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ او ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې دغه موضوع په جدي توګه تعقیب کړي.

د یادو راپورنو تر خپرېدو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره شنبه وویل چې په دې اړه څېړنې کوي.

دغه وزارت پرون دوشنبه وویل چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي چې په وینا یې یوه سلسله پرمختګ هم پکې شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې اړه له ایراني چارواکو سره په اړیکه کې دی او له هغوی څخه یې غوښتي چې په دې اړه خپلې څېړنې پيل کړي او پایلې له افغان حکومت سره شریکي کړي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا دغه راپورونه رد کړي او زیاتوي چې یاده پېښه د افغانستان په خاوره کې رامنځته شوې ده.

XS
SM
MD
LG