د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: که طالبان بریدونو ته دوام ورکړي، پوځي فشارونه به تجدید شي


پمپیو: که طالبان مهمه ژمنه وکړي، خبرې بیا پيلېدای شي
پمپیو: که طالبان مهمه ژمنه وکړي، خبرې بیا پيلېدای شي

د امریکا د متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، نن د یکشنبې په ورځ سپتمبر ٨ (وږي ١٧) د ABC تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل که طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، پوځي فشارونه به بیا له سره پیل شي.

ښاغلي پمپیو وویل که طالبان "مهمه ژمنه وکړي" ښايي مذاکرات بیا پيل شي. د هغه په وینا ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د خبرو د بیا پیلېدو امکان بیخي رد کړی نه دی. خو هغه دا هم وویل چې ولسمشر ټرمپ لا له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د ایستلو پرېکړه نه ده کړې.

ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ سپتمبر ۷ (وږي ١٦) له طالبانو سره خبرې بندې کړې او وویل چې طالبان له یوې خوا خوا خبرې کوي او له بلې خوا بریدونه کوي.

ښاغلي پمپیو د اې بي سي تلویزون ته وویل "هیله لرم چې طالبان خپل کړه وړه بدل کړي

هغه وویل "که طالبان ښه چلند ونکړي او پر هغو ژمنو، چې له څو اونیو او په ځینو برخو کې له څو میاشتو راهېسې یې موږ ته راکړي، عمل ونکړي، ولسمشر به فشارونه کم نکړي. موږ له افغان ځواکونو سره، چې ډېر قوي جنګ کوي، خپله همکاري نه بندوو."

د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ خبرې له څو میاشتو راهېسې روانې وې. تمه کېدله چې ژر به یوې موافقې ته ورسیږي. طالبانو ویلي چې د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې ډېر تاوان به امریکایان وګالي.

دا پداسې حال کې دي چې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو خبرداری ورکړی چې خپل "جهاد" ته به دوام ورکړي او د سولې د مذاکراتو لغو کول به د امریکا "سر او مال" ته زیان ولري.

XS
SM
MD
LG