د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کوکنارو کر بیسارې کچې ته رسیدلی - راپور


د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي ناامنیو او کمزوري خراب اقتصادي وضعیت د مخدره موادو کر او تولید په بې‌ساري ډول زیات کړي دي.

د وزارت مرستیال احمد جاوید قایم، چې د چهارشنبې په ورځ (نومبر پنځلسم) یې، په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان د مخدره موادو د وضعیت په اړه د ترسره شوې سروې جزئيات له رسنیو سره شریکول وویل، سږکال په افغانستان کې په ۳۲۸ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي او ۹۰۰۰زره ټُن اپین ترې حاصل اخیستل شوی دی.

د ښاغلي قایم پر وینا، د تېرکال په پرتله سږکال د کوکنارو په کر کې ۶۳ او د اپینو په تولید کې ۸۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

هغه وویل "په ۲۰۱۷ کال کې د کوکنارو د کر له مجموعې شمیرې څخه ۹۷ فیصده یې په جنوب، غرب، شمال او شرق زونونو کې شوې، چې په کې لوړ امنیتي ګواښونه دي، جنوبي زون کې ۶۰ فیصده، غربي زون کې ۱۷ فیصده، شمالي زون کې ۱۳ فیصده، شرقي زون کې ۷ فیصده، شمال‌شرقي زون کې ۳ فیصده او مرکزي زون کې صفر اعشاریه څلور فیصده د کوکنارو کر شوی دی".

تیرکال په افغانستان کې په ۲۱۰ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، او ۴۷۰۰ ټُنه اپین حاصل ترې پورته شوی وو.

ښاغلي قایم زیاته کړه، چې سږکال د افغانستان په لسو ولایتونو کې کوکنار نه دي کرل شوي، چې دغه شمیره تیرکال ۱۳ ولایتونو ته رسیدله.

د دغې سروې پر بنسټ، سږکال افغان حکومت یواځې په ۷۵۰ هکتاره ځمکو کې د کوکنارو د کروندو په له منځه وړلو بریالی شوی دی.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت مرستیال په افغانستان کې لوړ امنیتي ګواښونه، د مافیايي کړیو موجودیت، د کافي مالي او تخنیکي ملاتړ نشتوالی، د امنیتي ځواکونو کموالی، د مسولینو کمزوری مدیریت او د کوکنارو د اصلاح شوي تخم کرل، د مخدراتو په کچه کې د زیاتوالي کورني لاملونه وښودل.

دغه راز ښاغلي قایم، د مخدره موادو د ترانزیت د مخنیوي په برخه کې د ګاونډیو او د سیمې هیوادونو کمزورتیا، د قاچاقبرانو د نیولو لپاره د استخباراتي معلوماتو نه شریکول او په نړۍ کې د افغانستان مخدره موادو ته د لوړې کچې تقاضا په دې برخه کې بهرني عوامل یاد کړل.

د قاچاقبرانو او مخدراتو نیول

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیسو په روان لمریز کال کې د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره ۲۳۴۳ عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې ۲۶۴۷ لوی او کوچني قاچاقبران نیول شوي دي.

د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مرستیال جنرال خلیل بختیار وویل، په نیول شوو قاچاقبرانو کې اته تنه هغه لوی قاچاقبران هم شامل دي، چې د کورنیو چارو وزارت په تور لیست کې یې ځای درلود.

هغه وویل "د عامه خدمتونو ۶۴ تنه موظفین نیول شوي، چې په کې پولیس، ملي اردو او زموږ د ملکي برخې کارکوونکي شامل دي. ۱۳ تنه بهرني اتباع، چې په کې ۵ پاکستانیان او ۸ ایرانیان شامل دي نیول شوي او په خواشینۍ سره ۵۰ تنه ښځینه هم په نیول شوو کسانو کې شاملې دي".

جنرال بخیتار زیاته کړه، چې په دې موده کې پولیسو ۲۵۰ ټُنه بیلابیل ډوله مخدره مواد، الکولي مشروبات او د هیروئيونو د جوړولو کیمیاوي مواد نیولي دي.

د جنرال بختیار پر وینا، په روان کال کې پولیسو د افغانستان په ناامنو سیمو کې، د هیروئيونو د جوړولو ۵۰ کارخانې هم له منځه وړي دي.

د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي وویل، چې سږکال د پولیسو د هڅو په نتیجه کې د مخدراتو مافیا او قاچاقبرانو ته ۳۵۰ میلیون ډالر زیان رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG