د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د الوتکې غورځېدو پېښه کې ۹۷ کسان مړه شوي


پاکستان کې غورځېدلې (پي آی اې) الوتکه
پاکستان کې غورځېدلې (پي آی اې) الوتکه

پاکستاني چارواکي وايي په دغه هیواد کې د مسافر وړونکي الوتکې د لوېدو پېښه کې د ۹۹ کسانو له ډلې ۹۷تنه مړه شوي او دوه ژوندي پاتې شوي دي.

د دغه هیواد د هوايي شرکت (پي آی اې) الوتکه پرون جمعه د کراچۍ ښار د هستوګنو په سیمه کې ولوېدله.

د پاکستان د سند صوبې د روغتیا وزارت نن شنبه مۍ۲۳ (غبرګولې۳) ویلي چې په غورځېدلې الوتکه کې د ۶۶ مړو شوو کسانو جسدونه جناح او ۳۱ نور جسدونه سېول روغتون ته انتقال شوي دي.

دغه الوتکه له لاهور څخه کراچۍ ته پر لار وه چې له کېنستو څخه لږ وروسته غورځېدلې ده.

پر همدې مهال د سند حکومت ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دوو ژغورل شوو کسانو کې یو د پنجاب د مرکزي بانک رئیس مسعود ظفر شامل دی او بل د محمد زبیر په نوم یو انجنیر دی.

تر اوسه د دغې الوتکې د لوېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

د پاکستان د پوځ ادارې هم ویلي چې په په لوېدله الوتکه کې ۹۷ تنه مړی شوي، دوه ژوندي پاتې او د هستوګنې ۲۵ کورونه زیانمن شوي دي.

په ۲۰۱۶ کې د همدغه هوایي‌ شرکت یوه بله الوتکه د چترال نه اسلام اباد ته په لار د حویلیا په سیمه کې غورځېدلې وه چې ۴۸کسان په کې مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG