د لاس رسي وړ اتصالات

غني: پر خبریالانو محدودیتونه او تاوتریخوالی د منلو نه دی


د کب ۲۷ چې د مارچ ۱۷ نېټې سره سمون خوري افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځې په نوم لمانځل کیږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغې ورځې په مناسبت ټولو افغان خبریالانو ته مبارکي ورکړې او دا یې ویلي چې د دوی پر وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی یا بې ځایه محدودیتونه د منلو وړ نه دي.

په هغې خبرپاڼې کې چې نن سه شنبه (کب ۲۷) د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا خپره شوې د ولسمشر له قوله پکې راغلي دي: "د دولتي چارواکو په ګډون هر څوک چې پر خبریالانو غیر قانوني محدودیتونه وضع یا تاوتریخوالی وکړي قانوني چلند به ورسره وشي."

که څه هم افغان حکومت د خبریالانو خوندیتوب په اړه ځینې اقدامات کړي خو افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره یو له تر ټولو ګواښونکی هېواد بلل شوی.

په ۲۰۱۹ کال کې افغانستان د خبریالانو لپاره د سوریې او مکسیکو وروسته دریم تر ټولو مرګونی هېواد پیژندل شوی.

د رپوټونو پر اساس دغه کال کې لس افغان خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي دي.

له دې مخکې په ۲۰۱۸ کال کې ۱۶ په ۲۰۱۷ کې ۱۵ او په ۲۰۱۶ کې ۱۰ افغان خبریالان دغه هېواد کې وژل شوي دي.

له بلې خوا معلوماتو ته د لاسرسي په برخې کې ځینې خبریالان د خینو حکومتي ادارو نه د معلوماتو د نه شریکولو په برخې کې سر ټکوي.

څو میاشتې وړاندې، افغانستان کې ۳۰ خصوصي رسنیو د حکومت پر ضد اعتراض وکړ.

د دې رسنیو چارواکو ویلي و چې حکومت معلوماتو ته د لاسرسۍ قانون سم نه پلي کوي خو حکومت دا تورونه رد کړي و.

XS
SM
MD
LG