د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: لا منځني ختیځ ته د ځواکونو د استولو هوډ نلرو


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس منځني ختیځ ته د شاوخوا ١٢٠ زره ځواکونو د استولو په هکله د نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ رد کړ.

ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل "فکر کوم دا خبر غلط دی. خو (که اړتیا وي) ایا دا کار به هم وکړو؟ په بشپړه توگه. خو اوس داسې کوم پروگرام نه لرو."

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه "هیله من یم چې د داسې یو کار کولو ته اړ نشو، خو که مجبور شو له هغه څه نه زیات (چې رپوټ یې ورکړل شوی) ځواکونه به ولیږو."

نیویورک ټایمز رپوټ ورکړی و چې د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پتریک شاناهان، د ښاغلي ټرمپ سره په کتنه کې منځني ختیځ ته د ځواکونو د استولو طرحه وړاندیز کړې ده چې د ایران له گواښونو سره مقابله شوي.

ددې رپوټ له مخې د امریکا په طرحه کې د سیمې پوځي اشغال ندی شامل او په سیمه کې ددغو ځواکونو ځای پر ځای کول دادی چې که ایران پر امریکایي ځواکونو برید وکړي او یا خپل اټومي پروگرام غښتلی کړي، امریکا یې په وړاندې عمل وکړای شي.

دا رپوټ پداسې حال کې خپریږي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکیچ پدې وروستیو کې زور اخیستی دی.

تیره اونۍ امریکا خپلې بي-٥٢ بمبارد الوتکې د ایران د احتمالي گواښ په وړاندې د مقابلې په مقصد په قطر کې په خپله پوځي اډې کې ځای پر ځای کړې.

له هغې دمخه امریکا د ایران سپاه پاسدران د یو تروریستي سازمان په توگه وپیژاند. د ایران پارلمان هم د امریکا ددې کار په غبرگون کې یو پریکړه تصویب کړه چې له مخې یې په سیمه کې ټولې میشتې امریکایي قواوی "ترهگر ځواکونه" وگڼل.

XS
SM
MD
LG