د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني: امان‌الله خان ملي اتل دی


د ښاغلي غني پر وینا، افغانستان د څلور زره کلن تاریخ په درلودلو سره زیات ملي اتلان لري.
د ښاغلي غني پر وینا، افغانستان د څلور زره کلن تاریخ په درلودلو سره زیات ملي اتلان لري.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د ښاري پراختیا د عالي شورا په پنځمه غونډه کې، چې د پنجشنبې په ورځ د دارالامان په ماڼۍ کې جوړه شوې وه وویل، امان‌الله خان د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی او ملي اتل دی.

له دې مخکې هم ولسمشر غني د آقینې په بندر کې د ترکمنستان – افغانستان د اورګاډي لارې د پرانیستلو پر مهال، پخوانی پاچا امان‌الله خان ملي اتل بللې وو، چې د ښاغلي غني دا څرګندونې د یو شمیر سیاسي کړیو له تُند غبرګون سره مخ شوې.

د احمدشاه مسعود د بنسټ مشر احمدولي مسعود په کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل، د افغانستان د ولسمشر دا څرګندونې د اساسي قانون او ملي ګټو خلاف دي.

ښاغلي مسعود له ولسمشر غني څخه وغوښتل ترڅو په دې هکله وضاحت ورکړي، چې ولې یې د احمدشاه مسعود لقب د غازي امان‌الله خان لپاره کارولی دی؟

خو ولسمشر غني نن د کابل د عیدګاه جومات د بیارغونې په هکله د خبرو پر مهال وویل "دا جومات هغه ځای وو، چې د افغانستان ملي اتل، امیر غازي امان‌الله خان ورڅخه د افغانستان خپلواکي اعلان کړه".

ښاغلي غني زیاته کړه، چې افغانستان د څلور زره کلن تاریخ په درلودلو سره زیات اتلان لري.

د تاریخي ځایونو بیارغونه

د افغانستان ولسمشر د ښاري پراختیا د عالي شورا په پنځمه غونډه کې د تاریخي ځایونو پر بیارغونې او ساتنې ټینګار وکړ.

ولسمشر غني وویل، د افغانستان تاریخي ځایونه باید په دوامداره توګه ورغول شي او ترې ساتنه وشي او زیاته یې کړه، چې حکومت په دې برخه کې د یوې ځانګړې بودیجې د چمتو کولو په هڅه کې دی.

د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې د لومړۍ برخې له پای ته رسیدو وروسته نن ولسمشر غني د یو شمیر دولتي چارواکو په ګډون د دغې ماڼۍ د بیارغونې د دویمې برخې پرانیسته وکړه.

په لومړۍ برخه کې د دغې تاریخي ماڼۍ پاکول شامل وو، چې د یو بهرني شرکت د اټکل له مخې ورباندې یو میلیون ډالر لګښت راته، خو د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې ډلې دا کار د ۳۰ زره ډالرو په لګښت ترسره کړی دی.

د افغانستان د ښار جوړولو وزیر سعادت منصور نادري په نننۍ غونډه کې وویل، د دارلامان ماڼۍ د بیارغونې ټولې چارې د چمتو شوي پلان له مخې ترسره کیږي.

هغه وویل د دغې ماڼۍ د بیارغولو چارې، سل تنه ځوان انجینران، چې ۲۵ نجونې او درې فیصده معلولیت لرونکي کسان هم په کې شامل دي، په غاړه لري.

ټاکل شوې چې له بیارغونې وروسته له دارالامان ماڼۍ څخه د بهرنیو لوپوړو چارواکو د میلمستون او ملي موزیم په توګه کار واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG