د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلی، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د یکشنبې په سهار د پکتیا ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې او د بيارغونې د څو پروژو د پرانیستلو په موخه ګردیز تللی.
د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، ولسمشر غني به د خپل دغه سفر پر مهال د بيارغونې د يو شمېر پروژو د پرانستنې سربیره د دغه ولایت د قومي مشرانو سره هم وویني.
د ښاغلي غني او ورسره د ځينو نورو لوړ پوړو چارواکو د هرکلي او همدارنګه د ده د وينا لپاره د ۲۰۳ تندر قول اردو په قوماندانۍ کې مراسم نيول شوي، چې د پکتيا لسګونو ولسي مشران هم په کې ګډون کړی دی.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت امريکاغږ ته وويل، ټاکل شوې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني به نن په دغه ولايت کې د يو شمېر سترو اقتصادي پروژو پراستنه وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې په دې پروژو کې پکتيا ته د وارداتي برېښنا پرانسته او په رسمي توګه د ګردېز – زرمت د سړک، د صنعي پارک، د شهيدانو د ښارګوټي او د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د جوړولو کارونو پرانستل شامل دي.
ښاغلي حسرت دغه راز وويل، چې له ولسمشر غني سره د قومي مشرانو، د ولايتي شورا غړو، مدني فعالانو او د ځوانانو ځانګړې ناستې هم ترتيب شوې دي.
د ولسمشر غني سره په دې سفر کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران هم ملګرتیا کوي.