د لاس رسي وړ اتصالات

د چوپتیا ماتول ـ په ترکیه کې د رسنیو ازادي


په ترکیه کې مطبوعات د لویدیځې نړۍ په پرتله هیڅکله هم دومره ازاد نه و، خو د دې هیواد د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، په استبدادي دوره کې دغه هیواد خبریالانو ته زندان شوی دی. ازادي او د حکومت منتقدې رسنۍ په نښه کیږي او دولتي سانسور مخ په زیاتیدو دی. د دموکراسۍ د ماتیدو په هکله او دا چې ولې د مطبوعاتو ازادي مهمه ده، په ترکیه کې د بیان له ازادۍ زیاتې زده کړې کیدای شي.

سره له دې چې ترکیه یوه دموکراسي ده، د ازادۍ د کور بنسټ دغه هیواد د رسنیو او خبریالانو په وړاندې د محدودیتونو په دلیل دغه هیواد د ازادو هیوادونه په ډله کې ندی درج کړی. د بشري حقونو د څار سازمان هم ترکیه "د مسلکي خبریالانو ستر زنداني کوونکی" ګڼلی او ویلي یې دي چې پدې هیواد کې ډیجیټلي سانسور "غیرمنتظره کچې ته" رسیدلی دی.

د امریکاغږ په یو مستند راپور کې چې دلته په دریو برخو ویشل شوی په ترکیه کې د بیان د ازادۍ او د یو شمیر فعالانو، خبریالانو او کارتونیستانو د زنداني کیدو کیسه بیان کړې چې په حکومت باندې د انتقاد په خاطر بندیان شوي دي.

فعالان:

د اوزګور ګوندم ورځپاڼه چې د ترکیې د حکومت یوه مخالفه خپرونه ده، د اوږدې مودې راهیسې د کردي اقلیت اړوند مسایلو په هکله رپوټونه خپروي. هغوی چې دغې خپرونې ته لیکنې کړي د حکومت له سخت غبرګون سره مخامخ شوي او حتی بندیان شوي دي.

د امریکاغږ د مستند رپوټ دغه برخه د عدلي طب د متخصصې او د بشري حقونو د فعالې شبنم فنجانچې او د یو بل فعال ارول اوندراوغلو، کیسه بیانوي چې په ترکیه کې د بیان د ازادۍ نه د دفاع او د کردي اقلیت په وړاندې د ترکیې د حکومت د ځپونکي چلند په اړه د یوې مقالې د لیکلو په خاطر زنداني شوي دي.

فعالان
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:16 0:00

کارتونیستان:

د زیات شمیر خبریالانو او فعالانو په څیر په ترکیه کې د رجب طیب اردوغان د دولت سیاسي مخالف کارتونیستان هم د مطبوعاتو د ازادۍ د ځپلو له بهیر څخه په امان کې ندي پاته شوي.

د امریکا غږ په ترکیه کې د بیان د ازادۍ د مستند په دې برخه کې د کارتونیست تونچای اکګون کیسه بیان کړې چې په خپلو انتقادي طرحو کې یې په طنز سره د حکومت په کړنو انتقادونه کړي دي.

همداشان د مستند په دغه برخه کې د بل ترکي کارتونیست موسی کارت، کیسه ځای کړای شوې ده. ښاغلی کارت چې د اردوغان د خندنیو او انتقادي کارتونونو په خپرولو سره څو ځلې له سرخوږي سره مخامخ شوی و بالاخره په ۲۰۱۹ کې د یوې تروریستي ډلې سره د مالي ملاتړ په تور زنداني شو.

د کارتونیست تونچای اکګون کیسه
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:51 0:00

خبریالان:

رسنۍ او خبریالان هم د رجب طیب اردوغان د حکومت په دوره کې د ځپلو او دولتي سانسور سره مخامخ شوي دي. د خبریالانو د ساتنې کمیټې رپوټ ورکړی چې ترکیه د نړۍ د هغو هیوادونو څخه ده چې زیات شمیر خبریالان په کې زنداني شوي دي.

د حکومت د ګواښونو او ځپنو سره سره په ترکیه کې زیات شمیر خبریالان په زړورتیا پر حکومت انتقادونه کوي.

د امریکا غږ د مستند دغه برخه د قادري ګورسل حال بیان کړی دی چې په ۲۰۱۶ کال کې د ترکیې د حکومت د مخالفې ورځپاڼې د لسو نورو خبریالانو سره یوځای د یو تروریستي سازمان سره د مرستې په تور ونیول شول او بیا زنداني شول.

XS
SM
MD
LG