د لاس رسي وړ اتصالات

داغستان کې د مسیحانو او یهودانو په مرکزونو بریدونو کې ۱۵ پولیس وژل شوي


نا څرګندو وسله والو د روسیې په شمال کې د داغستان په جمهوریت کې یکشنبه جون ۲۳ (چنګاښ درییمه) په کلیساګانو او کنیسو باندې بریدونو کې د یو مذهبي مشر په ګډون لږ تر لږه د پولیسو ۱۵ افسران وژلي دي.

د داغستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې بریدونو کې ۱۶ تنه ټپي شوي هم دي چې ۱۳ یې د پولیسو افسران دي.

چارواکو ویلي چې وسله والو د یکشنبې په ورځ ددې جمهوریت په ستر ښار مخاچ قلعه او بندري ښار دربند کې د مسیحانو او یهودانو عبادت ځایونو باندې په عین وخت کې بریدونه وکړل.

چارواکو ویلي چې په بریدونو کې دوه کلیساګانې، یوه کنیسه یا یهودانو عبادت ځای او پولیسو یوه پوسته په نښه شوې او ګڼ شمیر ملکیان هم پکې وژل شویدي خو لا یې دقیق شمیر ندی څرګند شوی.

داغستان د چیچنیا په ګاونډ کې نږدې جمهوریت دی چې اکثریت اوسیدونکي یې مسلمانان دي. د روسیې د تحقیقاتو کمیټې دا بریدونه د "ترهګرۍ کړنې" بللې دي او ویلي چې د پیښو په هکله یې جنایي پلټنې پیل کړيدي.

د داغستان مشر سرګې ملیکوف په ټیلګرام کې دا بریدونه تائید کړي او پرته لدې چې ملامتي یې په کومې ډلې یا هیواد واچوي ویلي چې "نن ماښام نا معلومو وسله والو په دربند او مخاچ قلعه کې په ټولنې کې د وضعیت بې ثباته کولو هڅې کړیدي".
ښاغلي ملیکوف لیکلي، " مونږ پوهیږو چې ددې ترهګریزو بریدونو تر شا څوک دي او څه هدفونه لري".

د داغستان مشر نور جزیات ندي ورکړي خو اشاره یې په اوکراین کې جګړې ته وه. هغه لیکلی، "مونږ باید پوه شو چې جګړه زمونږ کورونو ته هم راځي. مونږ دا احساس درلود او نن ورسره مخ شوو".

په روسیې کې بیا چارواکو ویلي چې پولیسو په ډزو کې څلور وسله وال په مخاچ قلعه او دوه یې د دربند په ښار کې وژلي دي خو دا یې ندي ویلي چې دا وسله وال د کومې ډلې غړي و.

د داغستان مشر بیا ویلي چې چارواکي به د دې بریدونو ټول غړي او پټ ملاتړي شبکې پیدا کړي چې پدې بریدونو کې یې مرسته کړې وه.

د دې بریدونو له کبله په سیمې کې د دریو ورځو لپاره ماتم اعلان شوی.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې بریدونو د کولو ادعا نده کړې ؛ د روسیې او داغستان چارواکو یې هم ملامتي تر دې دمه په چا نده اچولې.

په داغستان کې د ۲۰۰۰ م کال په لسیزه کې اسلام پالو د حکومت پر ضد وسله وال بغاوت کړی و چې سرچینه یې په ګاونډي جمهوریت چیچنیا کې و خو د روسیې امنیتي ځواکونو پدې سیمې کې پراخ عملیات وکړل او په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې فدرالي امنیت خدماتو ادارې وویل چې سیمه یې د یاغیانو څخه پاکه کړیده.

تر دې وړاندې په داغستان کې د پاریدلو خلکو یوې ډلې د تیر کال اکټوبر په ۲۹ مې وروسته تر هغه په هوایي ډګر یرغل وکړ او دننه ورغلل چې اوازه خپره شوه د اسرائیل څخه یوه الوتکه دې هوایي ډګر کې ښکته شوې.

عیني شاهدانو ویلي و چې پاریدلي خلک د اسرائلیانو او یهودانو پسې ګرځیدل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG