د لاس رسي وړ اتصالات

د واګنر ډلې مشر د روسیې په پوځ کې د خپلو جنګیالیو د شمولیت خبر رد کړ 


په روسیې کې د واګنر ډلې مشر نن یکشنبه جون ۱۱ (جوزا ۲۱) وویل چې جنګیالي یې د دغه هېواد د دفاع له وزارت سره به هېڅ ډول تړون لاسلیک نکړي.

د دغې ډلې مشر ییفګیني پریګوژین ظاهرآ د روسیې د پوځ په لیکو کې د واګنر ګروپ د جنګیالیو د یو ځای کېدو لپاره د د دفاع د وزیر سرګي شویګو هڅه رد کړه.

نوموړي تر دې مخکې په وار وار د ولادیمیر پوتین په پوځي مقاماتو نیوکې کړې او هغوی یې په «خیانت» تورن کړي چې ګنې په اوکراین کې مناسبه جګړه نکوي.

تر دې دمه د روسیې د دفاع وزارت او لوی درستیز د پریګوژین د دغو څرګندونو په اړه کومه رسمي تبصره نه ده کړې.

د روسیې د دفاع وزارت تېره ورځ وویل چې د دفاع وزیر سرګي شویکو د رضاکارانو ټولو قطعاتو ته لارښوونه کړې ده چې د روانې میاشتې تر پای پورې دې له وزارت سره تړون لاسلیک کړي.

د روسیې د دفاع وزارت وايي دا کار د روسیې د پوځ اغیز زیاتوي. د روسیې رسنیو راپور ورکړی دی چې د دفاع وزیر غواړي له دې لارې د واګنر ګروپ جنګیالي خپل تابع کړي، د روسیې دفاع وزارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د واګنر ګروپ مشر ویلي دي چې دا لارښوونه د هغه په جنګیالیو نشي تطبیق کېدای.

نوموړي ویلي‌ دي چې د واګنر ډله د روسیې د ګټو تابع ده خو «که د شویګو تر حکم لاندې شي، د قوماندې اغیزناک جوړښت به یې زیانمن شي، ځکه چې هغه پوځي تشکېلات په مناسب ډول نشي رهبري» کولای.

د روسیې د دفاع وزارت هم په خپل فرمان کې د واګنر ګروپ د ډلې نوم نه دی اخیستی، خو تل یې د هغه جنګیالي «رضاکاران» بللي دي.

XS
SM
MD
LG