د لاس رسي وړ اتصالات

اعتراض کوونکو په بغداد کې د عراق په پارلمان یرغل وکړ


د عراق د شیعه مذهبي مشر مقتدا الصدر په سلګونو پلویانو د دغه هیواد پر پارلمان یرغل کړی
د عراق د شیعه مذهبي مشر مقتدا الصدر په سلګونو پلویانو د دغه هیواد پر پارلمان یرغل کړی

د عراق د شیعه مذهبي مشر مقتدا الصدر په سلګونو پلویانو د شنبې په ورځ د جولای په ۳۰مه (زمري ۸) د دوهم ځل لپاره د دغه هیواد پر پارلمان یرغل وکړ.

د الصدر د پلویانو مظاهرې په هغه هېواد کې د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو له خوا د حکومت د جوړولو د هڅو په اعتراض کې شوې دي.

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې د عراق امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوښکي بهونکي ګاز او صوتي بمونو څخه کار اخیستی چې په نتیجه کې یې څو تنه ټپیان شوي دي.

تمه وه چې د عراق د پارلمان غونډه د شنبې په ورځ جوړه شي، خو د دغه هېواد په پارلمان کې دننه د سلګونو اعتراض کوونکو د موجودیت له امله د عراق د پارلمان وکیلان غونډې ته حاضر نشول.

د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي د یوې اعلامیې په خپرولو سره امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د مظاهره چیانو ساتنه وکړي او له مظاهره چیانو یې غوښتي چې خپل لاریونونه سوله ییز وساتي.

په زرګونو مظاهره چیانو او د عراق د نفوذ لرونکی شیعه مذهبي مشر مقتدا الصدر پیروانو، د عراق د ګرین زون د دروازې پر وړاندې د سیمنټي خنډونو د لرې کولو لپاره له رسۍ څخه کار اخیستی؛ په هغه ځای کې چې رسمي ودانۍ او بهرني سفارتونه موقعیت لري.

مظاهره چیانو د مقتدا الصدر له غوښتنې سره سم د راتلونکي حکومت د جوړولو پر ضد چې ټاکل شوې ده د یو ائتلاف په چوکاټ کې جوړ شي، اعتراض وکړ. په عراق کې د شیعه ګانو ایتلافي حکومت د ایران په ملاتړ جوږیږي.

د مظاهره کوونکو له ډلې څخه ۴۱ کلن رعد ثابت وویل: «موږ نن د دې لپاره راغلي یو چې فاسده سیاسي طبقه له منځه یوسو، د پارلمان د غونډې د ترسره کولو مخنیوی وکړو او د ائتلاف په چوکاټ کې د حکومت د جوړولو مخنیوي وکړو. مونږ د صدر غوښتنې ته ځواب ووایه. موږ به د شنې سیمې په لور ولاړ شو.

د روان کال د جون په میاشت کې د مقتدا الصدر ګوند په هغه هیواد کې د حکومت جوړولو له خبرو اترو څخه ووت او د الصدر د ګوند غړو په ټولیزه توګه د دغه هیواد له پارلمان څخه استعفا وکړه. دغه اقدام د دې لامل شو چې د عراق په پارلمان کې د الصدر سیالان اکثریت شي او هغوی د "همغږي چوکاټ" په چوکاټ کې چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې ډلې په کې راټولې شوي، د ایتلافي حکومت جوړولو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د عراق د قانون له مخې، که یوه پارلماني څوکۍ خالي کیږي، هغه نوماند چې په ټاکنو کې یې په خپله انتخابي حوزه کې دوهعمه درجه رای ترلاسه کړي د هغوی ځای نیسي.

مقتدا الصدر په ۲۰۰۳ کال کې په عراق کې د امریکا له پوځي مداخلې وروسته د امریکا د پوځ پر وړاندې د یاغیانو په رهبري کولو کې د خپل رول له کبله مشهور و. د هغه ګوند د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر انتخابات ګټلي وو.

XS
SM
MD
LG