د لاس رسي وړ اتصالات

حکومتي څارنوالان غواړي د ټرمپ محاکمه دې د جنوري په میاشت کې پیل شي


د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت څارنوالانو د محکمې څخه غوښتي چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو نتیجې بدلولو په قضیې کې دې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ محاکمه د راتلونکي کال د جنوري د میاشتې په ۲مې نیټې پیل شي.

څارنوالان په ټرمپ تور لګوي چې په غیر قانوني توګه د انتخاباتو د نتیجې بدلولو دسیسه یې جوړه کړې وه چې د اوسني دموکرات جمهور رئیس جو بایډن په مقابل کې یې بایللي و.

د عدلیې وزارت لخوا ټاکل شوي ځانګړي مفتش جیک سمیت دفتر د فدرالي محکمې قاضۍ تانیا چټکان ته په عریضې کې ویلي چې د ښاغلي ټرمپ پر ضد د شواهدو وړاندې کول به د څلورو څخه نیولې تر شپږو اوونیو پورې وخت ونیسي او د منصفه هیت ټاکل به د روان میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې پیل شي.

تر اوسه نده معلومه چې د ښاغلي سمیت دفتر دا نیټه ولې ټاکلې خو دا نیټه د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو کې، په ځانګړې توګه د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو لپاره خورا مصروفه نیټه ده ځکه چې د همدې نیټې په شاوخوا کې ګوندي انتخابات کیږي.

د بیلګې په توګه د جنوري د میاشتې په ۱۵ مې د آیوا په ایالات کې د جمهوري غوښتونو ګوندي غونډه کیږي خو که چیرته د فدرالي محکمه د ښاغلي ټرمپ د مدافع وکیلانو سره تر سلا مشورې وروسته د جنوري د میاشتې دویمه نیټه د محاکمې لپاره وټاکي، پدې معنی چې ټرمپ به د انتخاباتي مبارزو پر ځای په محکمه کې وي.

که له یوې خوا د ټرمپ پر ضد څو جنایي قضیې ثبت شوي او د محاکمه کیدو سره مخ دی خو له بلې خوا د انتخاباتو په هکله د نظر معلومولو په ملې سرویګانو کې څرګنده شوې چې د جمهوري غوښتونکو تر ټولو مخکښ کاندید، همدا مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دی.

ډیر احتمال شته چې د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلان به د قاضۍ چټکان څخه وغواړي چې د محاکمې نیټه دې د جنوري څخه وځنډوي خو تر راتلونکې اوونۍ پورې هغوي ضرورت نلري چې د حکومتي څارنوالاو عریضې ته ځواب ووایي.

پخپله قاضۍ تانیا چټکان بیا په غیر مستقیمه توګه ویلي چې پلان لري د روانې اګست میاشتې په ۲۸ مې چې د انتخاباتو نتیجې بدلولو په قضیې کې د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلان او حکومتي څارنولان غونډې ته حاضریږي، د محاکمې نیټه هم وټاکي.

ډونالډ ټرمپ له قانوني سر خوږي او ګڼو جنايي تورونو سره مخ دی، چې هره ورځ جدي کیږي او که مجرم ثابت شي، د هغه سیاسي راتلونکی له ګواښ سره مخ دی او حتی د زنداني کیدو احتمال یې هم شته.

ټرمپ چې تېره اوونۍ په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د ۲۰۲۰ کال د انتخاباتو د نتایجو د بدلولو په تور په محکمه کې حاضر شو، تر دې مخکې د یو شمېر نورو تورونو په تړاو په نیویارک او فلوریډا کې په فدرالي محکمو کې حاضر شوی و. د جورجیا په ایالت کې د هغه په وړاندې هر ګړۍ د څلورم تور لګیدلو تمه کیږي.

د متحده ایالاتو هیڅ جمهور رئیس تر اوسه د جنایی تورونو لپاره نه دی محاکمه شوی او هیڅوک نه پوهیږي چې پر ټرمپ له تور لګیدلو وروسته به څه پیښ شي.

ډونالډ ټرمپ په ټولو قضیو کې ځان بې ګناه بللی او ادعا لري چې دا قضیې سیاسي انګیزه لري او دموکراتان نغواړي چې دی بیا جمهور رئیس شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG