د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د جنسي تیري کوونکو د خوشې کیدو پر ضد مظاهرې


سلګونو کسانو شنبه اګست ۲۷ (وږي۵) د هند په بیلا بیلو برخو کې د هغو ۱۱ کسانو د خوشې کیدو پر ضد مظاهرې وکړلې چې په ۲۰۰۲ کال کې د ګجرات په ایالت کې په یوې مسلمانې د جنسي تیري کولو په قضیې کې مجرم پیژندل شوي و او د عمري قید سزا پرې راختلې وه.

په پایتخت نوې ډهلي کې مظاهره چیانو د حکومت ضد شعارونه ورکول او د ګجرات د حکومتي چارواکو څخه یې غوښتل چې خپله پریکړه دې بدله کړې.

د نوې ډهلې تر څنګ د هند په نورو ښارونو کې هم ورته مظاهرې شوې او د حکومت ضد شعارونه ورکړل شوي.

دغه ۱۱ کسان چې د اګست په ۱۵مه د هند د خپلواکۍ د ۷۵ مې کالیزې په مناست خوشې شوې محکمې په ۲۰۰۸ کال کې د جنسي تیري، قتل او غیرې قانوني توګه د غونډې کولو په قضیې کې مجرم ثابت کړي و او د عمري قید سزا یې ورته ورکړې وه.

د هندوانو یوې ډلې په ۲۰۰۲ کال کې د ګجرات ایالت په لویدیځ کې په ۱۷ مسلمانانو برید وکړ، ۱۴ تنه یې ووژل او بلقیس بانو د خپلو دوو زامنو سره ژوندۍ پاتې شوه. هغه امیندواره وه. په وژل شویو کسانو کې د میرمن بلقیس درې کلنه لور او د کورنۍ ۷ نور غړي و.

پدې قضیې کې ۱۱ کسانو ته د عمري قید سزا ورکړل شوې خو دوشنبه اګست۱۵ د ایالتي حکومت په غوښتنې د بند څخه خوشې شول. د ګجرات ایالتي حکومت ویلي چې د دې کسانو د بند تیرولو پاتې موده د خپلواکۍ د ۷۵ مې کالیزې په مناسبت وبخښل شوه.

میرمن بلقیس په یوې بیانیې کې چې چهارشنبه اګست ۱۷ (زمري۲۴) د هغې وکیل خپره کړې ویلي: " د ویلو لپاره هیڅ نلرم. زه تر اوسه بې حسه یم... ما د هیواد تر ټولو په سترې محکمې باور وکړ. په سیستم مې اعتماد وکړ او ورو ورو مې زده کوله چې څنګه په غمونو کې ژوند وکړم".

د میرمن بلقیس په اعلامیې کې راغلي: " د دې مجرمینو خوشې کیدو زما آرامښت واخیسته او په عدالت زما باور کمزوری شو. دا زما کمزورې کیدل او غم یوازې د ځان لپاره ندی بلکې د ټولو هغو میرمنو دپاره دی چې په محاکمو کې د عدالت غوښتنه کوي."

په میرمن بلقیس او کورنۍ یې دا برید هغه وخت شوی و چې د هند اوسنی صدراعظم نریندرا مودي د ګجرات اعلی وزیر و.

په هند کې د میرمنو د حقونو یوې مشهورې فعالې کویتا کرشنا د فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکې کې ویلي چې د هند ټول ولس باید د صدراعظم نریندرا مودي څخه په مستقیمه توګه پدې هکله پوښته وکړي.

XS
SM
MD
LG