د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د جي٧ سرمشریزې لپاره فرانسې ته ورسید


دونالد ټرمپ او میلانیا ټرمپ فرانسې ته د رسیدو پر وخت
دونالد ټرمپ او میلانیا ټرمپ فرانسې ته د رسیدو پر وخت

د نړۍ د ٧ بډایو هیوادونو مشران نن د شنبې په ورځ (اگست ٢۴) د فرانسې په جنوب لویدیځ کې پداسې حال کې راټول شوي چې د خپلمنځي اختلافونو، د اسهامو د بازار ټیټیدو او د امازون ځنگلونو د سوزیدو موضوعگانو یې پر غونډې سیورې اچولی.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ چې نن د شنبې په ورځ غرمه فرانسې ته رسیدلی، هغه او د جي ٧ هیوادونو مشران د غونډې د ځای بهر له پراخو مظاهرو سره مخامخ دي.

پداسې حال کې چې شاوخوا ١٣ زره پولیس ددې غونډې د امنیت لپاره گمارل شوي، نن د شنبې په ورځ په زرگونو کسانو د غونډې له ځای نه ٣٠ کیلومتره لرې د اسپانیا سرحد ته نژدې په پراخو مظاهرو لاس پورې کړ.

د فرانسې د خبري اژانس په وینا پدغو مظاهرو کې د پانگوالۍ ضد کسانو، چاپیریال پلوو او د فرانسې د ژیړواسکټو د نهضت پلویانو برخه اخیستې ده. پولیسو تر اوسه شاوخوا ١٧ اعتراض کوونکي نیولي دي.

د جي٧ بډایو هیوادونو په ډله کې امریکا، فرانسه، ایټالیا، کاناډا، جرمني، جاپان او بریتانیا شامل دي.

د جي٧ هیوادونو د مشرانو دغه غونډه د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ سره د لویدیځو هیوادونو د ستونزمنو اړیکو په وجه مشکله بریښي، خو د برازیل د امازون ځنگلونو د اور په وجه د غونډې نتیجې نورې هم تیاره ښکاري.

XS
SM
MD
LG