د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې سازمان: وزیرستان کې دې د فعالانو د وژنې قضیه وڅېړل شي


تصویر ارشیف
تصویر ارشیف

د بخښنې نړیوالې ادارې نن د پاکستان نه غوښتي چې هر څومره ژر امکان لري، په شمالي وزیرستان کې دې د درېو عامو خلکو د وژل کیدو د قضیې په هکله د خپلواکو او اغیزمنو څیړنو امر وکړي.

د بخښنې په نړیوال سازمان کې د جنوبي آسیا د څانګې څیړونکې رابعه محمود ویلي که چیرته دا راپورونه سم وي چې د پاکستان پوځ مظاهره کوونکي په غیرې قانوني توګه وژلي دي، دا د نړیوالو قوانینو جدي سرغړاونه ده.

د بخښنې د نړیوالې ادارې په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې د نړیوالو قوانینو له مخې د یو هیواد امنیتي ځواکونه یوازې په هغه صورت کې د "وژونکې قوې" نه کار اخیستلی شي چې د یو چا د ژوندانه د بچ کولو لپاره اشد ضرورت وي.

د اعلامیې په بلې برخې کې لیکل شوي "هغوي چې د اندازې نه د زیاتې قوې نه یې په غیرقانوني توګه کار اخیستی، باید په آزادو محاکمو کې ورسره حساب کتاب او عدالت ته وسپارل شي. "

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشرانو، علي وزیر او محسن داوړ د شمالي وزیرستان د خړ کمر په سیمه کې د یوې ډلې مشرې کوله چې غوښتل یې په یوې مظاهرې کې برخه واخلي. د پاکستان پوځ په همدې سیمې کې په هغوي ډزې کړي.

په برید کې محسن داوړ هم سر سري ژوبل شوي او علي وزیر د پاکستان د پوځ سره بندي دی.

د پیښې په هکله د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پاکستان پوځ بیلا بیل نظرونه لري. پوځ وایي چې د غورځنګ مبارزینو په یوې امنیتي پوستې برید کړی او لومړی ډزې هم د پې ټي ایم غړیو کړیدي. خو پي ټي ایم وایي چې د هغوي ټول غړي بې وسلې و او هیچا ډزې ندي کړي.

XS
SM
MD
LG