د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچستان هم د منظور پشتین په ورتگ بندیز ولگاوه


د بلوچستان ایالتي حکومت د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتین د بلوچستان ایالت ته له تللو منع کړ او اجازه یې ورنکړه چې په کویټه کې له الوتکې ښکته شي.

منظور پشتین چې د کراچۍ نه په الوتکه کې کویټې ښار ته رسیدلی و د بلوچستان امنیتي قواو ورته اجازه ورنکړه او هغه یې بیرته په هماغه الوتکه کې کراچۍ ته نه بلکې اسلام آباد ته واستوه.

ټاکل شوې وه چې ښاغلی پشتین نن دوشنبه (دسمبر ١٠) د خپلو ملگرو سره یوځای په کویټه کې د بې درکه شویو بلوڅانو له ټولنې سره خپل پیوستون اعلان کړي او همداشان د د پي ټي ایم په ځېنو غونډو کې ګډون وکړي.

د سند ایالتي حکومت هم تیره اونۍ کراچۍ ته د منظور پشتین په ورتگ د ٩٠ ورځو لپاره بندیز لگولی و او هغه یې پدې تورن کړی و چې د دولت او د دولتي ادارو پر ضد پارونکې ویناوی کوي. خو د سند د ایالتي حکومت له سختو نیوکو وروسته، دغه حکم لغو کړ.

د امنیتي ځواکونو یو مقام د نوم د نه څرگندولو په شرط رسنیو ته ویلي چې بلوچستان ته د ښاغلي پشتین د ورتگ په منع کولو کې امنیتي قواوی لاس نلري او دا د ایالتي حکومت پریکړه ده چې کویټې ته یې د هغه د تگ مخه ونیوله.

یو شمیر فعالینو پر ټولنیزو رسنیو د دغه بندیز په اړه غبرګون ښوولی. بشري ګوهر پر ټویټر لیکلي چې د بلوچستان ایالت په تیرو ۱۸ کلونو کې د طالبانو د کویټې پر شورا هیڅ ډول بندیز ندی لګولی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کویټې فعالینو د حکومت ددغه اقدام په خلاف د سخت احتجاج اعلان کړی دی. د امریکا غږ اشنا رادیو تلویزیون خبریال جمیل خان وایي چې "د پي ټي ایم غړو د کویټې پریس کلب مخې ته احجاجیه غونډه وکړه".

بلوچستان ته د منظور پشین په ورتگ پداسې حال کې بندیز لگول کیږي چې نن د ربشري حقونو نړیواله ورځ لمانځل کیږي او د پاکستان جمهور رئیس او صدراعظم دواړو پخپلو پیغامونو کې پدې ټینگار کړی

له بلې خوا د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور څو ورځې وړاندې ویلي وو چې د پښتون تحریک درې غوښتنې د امنیتي پوستو لیرې کول، د ماینونو پاکول او د لادرکه کسانو معلومات دي چې د هغه په وینا پدغو دریو غوښتنو یې کار پیل شویدی.

خو د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پښتین د پوځ د ویاند په ځواب کې په د پي ټي ایم په ټویټر لیکلي چې "د پښتون تحریک یواځې درې نه بلکه شپږ غوښتنې لري چې لمړنۍ یې د "راو انور" نیول دي.

XS
SM
MD
LG