د لاس رسي وړ اتصالات

یوې الوتکې له کابل څخه ۲۳۰ افغانان او بهرنیان قطر ته انتقال کړل


د قطر الوتکه
د قطر الوتکه

د قطر یوه دربست شوې/کرایه شوې الوتکې د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ (وږي۲۸) له کابل څخه ۲۳۰ افغانان او بهرنیان دوحې ته انتقال کړل.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لولوه الخاطر په یوې ویدويي پیغام کې، چې په خپل ټویټر کې یې خپور کړی، ویلي: «همدا اوس د قطر هوايي شرکت الوتکې چې څه باندې ۲۳۰ افغانان، د امریکا، جرمني بلجیم، ایرلنډ، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، بریتانیا، فنلنډاو هالنډ اتباع په کې وو، د کابل له هوايي ډګر څخه پرواز وکړ.»

یو بل قطري‌ چارواکي ویلي په الوتکې کې ۲۳۶ کسان سپاره وو او د تخلیې د ماموریت له پیل را وروسته دا تر ټولو لوی او څلورم پرواز و، خو نه دي ویل شوي‌چې په دغه پرواز کې څومره افغانان وو.

د رویټرز خبري اژانس د دغه قطري چارواکي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، لیکلي دي چې هغوی په افغانستان کې د ازاد تګ راتګ د ضمانت لپاره هلې ځلې کوي.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ سپتمبر ۱۷ (وږي۲۶) یوې بلې الوتکې د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه ۱۷۹ بهرني اتباع واېستل. په دغې الوتکې کې د امریکا د متحدو ایالتونو، بریتانیا، جرمني، بلجیم، کوروشیا، هالنډ او ایټالیا وګړي لېږدل شوي دي.

له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته قطر یوه تخنیکي‌ ډله کابل ته واستوله چې د هوايي ډګر په بیا فعالېدو کې د طالبانو له حکومت سره مرسته وکړي. قطر له طالبانو سره نژدې اړیکې لري او له څو کلونو راهېسې په دغه هېواد کې د طالبانو سیاسي دفتر دی.

امریکایي چارواکي وايي د اګست په دوو وروستیو اونیو کې یې له افغانستان څخه شاوخوا ۱۴۰زره کسان اېستلي دي.

XS
SM
MD
LG