د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني مقر کې ماین چاودنې ۷ ماشومان وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د غزني په مقر ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۷ ماشومان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د شنبې په ورځ د «غوايي پر ۲۱مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه پېښه نن سهار ۹ بجې د یادې ولسوالۍ په چمبران سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې دغه ماین په سیمه کې د وسله والو طالبانو لخوا د سړک پر سر ځای پر ځای شوی و چې د لوبو پرمهال یې پر یادو ماشومانو باندې چاودنه کړې ده.

پر همدې مهال د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني امریکا غږ ته وویل، چې د سړک غاړې ماینونو چاودنو د دغه ولسوالۍ خلک له ننګونو سره مخ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د سړک غاړې ماین چاودنو او د طالبانو د فشار له امله ګڼو خلکو خپلې سمې پريښي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ په فاریاب کې هم د سړک غاړې ماین چاودنې ۴ ماشومان وژلي و.

په غزني کې دغه اوه ماشومان پر داسې مهال په ماین چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي چې څو ورځې مخکې د افغان ولسمشر دوهم مرستیال د تاوتریخوالې په پېښو کې د قرباني شوو ماشومانو شمېرې ټکان ورکونکې وبللې.

سرور دانش وویل، چې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو دری میاشتو کې ۲۱۸۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اوښتې چې ۷۳۵ تنه یې ماشومان وه.

دغه راز تېره میاشت یوناما هم پخپل راپور کې وویل،چې په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې د تاوتریخوالې په پېښو کې ۵۸۲ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG