د لاس رسي وړ اتصالات

په اسیا کې د امریکا د رهبرۍ د محبوبیت اندازه لوړه شوې- نظر پوښتنه


ولسمشر جوبایډن ګانګرس ته د وینا په حال کې
ولسمشر جوبایډن ګانګرس ته د وینا په حال کې

د نړۍ د مشرانو د محبوبیت په اړه د ګالوپ د تحقیقاتې ټولنې د نوې کلنۍ سروې نتایج ښيي‌ چې په اسیا کې د جرمني د رهبرۍ د محبوبیت کچه تر ډېرو هېوادونو لوړه ده. امریکا په دغه لست کې دویم مقام لري.

د ګالوپ دا نظر پوښتنه نن جمعه اپریل ۲۲ (غوايي دویمه) خپره شوه. د نظر پوښتنې په اساس په اسیا کې ۴۳ سلنه بالغو خلکو د جرمني مشرتابه او ۴۱ سلنه نورو بیا د امریکا مشرتابه ښه ګڼلي دي.

په اسیا کې د روسیې (۳۳ سلنه) او چین (۲۷ سلنه) د مشرانو د محبوبیت کچه په خپل حال ده او کوم خاص تغیر یې نه دی کړی.

د نړۍ د مشرانو د محبوبیت د اندازې معلومولو د دغې سروې نتایج داسې مهال خپرېږي چې ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جوبایډن بله میاشت د جنوب ختیځې اسیا له مشرانو سره په یوې ځانګړې سر مشریزې کې وګوري.

د امریکا د رهبرۍ کچه د تېرو څو کلونو په پرتله لس سلنه لوړه شوې. په ۲۰۲۰ کې په اسیا کې یې د رهبرۍ د محبوبیت اندازه ۳۱ سلنه وه.

د نظر پوښتنې په اساس، د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست د مهال په پرتله اوس د امریکا د محبوبیت کچه زیاته شوې خو بیا هم د ۲۰۱۳ له اندازې ټېټه ده. په ۲۰۱۳ کې یې په اسیا کې د رهبرۍ د محبوبیت اندازه ۴۵ سلنه وه.

د سروې لیکونکي وايي چې د امریکا د مشرتابه محبوبیت د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو تر وتلو وروسته او په ۲۰۲۲ کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل تر پیل مخکې د راټولو شویو معلوماتو په اساس اندازه شوی دی.

په افغانستان کې،‌ چې د سروې په مهال امریکا له دغه هېواد څخه د وتلو او تخلیې په ماموریت بوخته وه، د متحدو ایالتونو د مشرتابه د محبوبیت اندازه د ۲۰۱۹ په حال پاتې ده چې ۱۴ سلنه وه- تغیر یې نه دی کړی. په پاکستان کې بیا ۲۳ سلنه خلکو د امریکا د رهبرۍ په پلوۍ نظر ورکړی دی.

د اسیا په ۱۳ هېوادونو کې د امریکا د مشرتابه د محبوبیت اندازه زیاته شوې چې ۲۹ سلنه په جنوبي کوریا کې لوړه شوې ده او دا د پام وړ بلل کېږي. په تایوان کې بیا ۱۷ سلنه لوړه شوې او همدغه راز د سیمې په کچه استرالیا او نیوزلنډ هغه دوه هېوادونه دي چې د امریکا د رهبرۍ د محبوبیت اندازه په کې ۲۲ سلنه لوړه شوې ده.

نوې سروې ښيي چې په فلپین کې ۷۱ سلنه خلکو د امریکا مشرتابه ښه ګڼلی. دا هېواد په سیمه کې د امریکا نژدې متحد بلل کېږي. همدغه راز ۵۹ سلنې خلکو په جنوبي کوریا او ۵۰ سلنې په جاپان او اسرائیل کې د امریکا مشرتابه تائید کړی او په اړه یې مثبت نظر ورکړی.

د متحدو ایالتونو د مشرتابه د محبوبیت تر ټولو ټېټه اندازه په ایران کې ښودل شوې چې ۷ سلنه ده.

د سروې راپور لیکونکي وايي چې دوی د افغانستان، ایران، ‌پاکستان،‌ ویتنام، جنوبي کوریا، جاپان او د اسیا د نورو هېوادونو تر ۱۵ کالونو ورپوته ګڼو کسانو سره یا د تیلیفون له لارې او یا هم مخامخ خبرې کړې او د نړۍ د مشرانو د محبوبیت د اندازې معلومولو په اړه یې پوښتلي دي.

وايي دا سروې د ۲۰۲۱ د اپریل په میاشت کې پیل شوې او د ۲۰۲۲ په جنوري کې تمامه شوې ده.

XS
SM
MD
LG