د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي د امریکا کانګرس ته: تاسو ته همدا اوس ضرورت لرو


د اوکراین ولسمشر د امریکا کانګرس ته وینا کوي
د اوکراین ولسمشر د امریکا کانګرس ته وینا کوي

د اوکراین ولسمشر د امریکا د متحدو ایالتونو د کانګرس غړو ته په خپلې ویدويي وینا کې د نورو بشري او پوځي مرستو غوښتنه وکړه.

ښاغلي زیلینسکي نن چهارشنبه مارچ ۱۶ (کب۲۵) د واشنګټن په وخت د سهار په نهو بجو د ویدیو له لارې د کانګرس غړو ته وینا وکړه. نوموړي‌ په خپلو خبرو کې په اوکراین د روسیې په یرغل کې د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځي او بشري مرستو مننه وکړه،‌ خو د نورو مرستو غوښتنه یې هم وکړه.

هغه وویل: « موږ همدا اوس تاسو ته [ستاسو مرستې] ته اړتیا لرو.» ښاغلي‌ زیلینسکي‌ د امریکا د کانګرس غړو ته د سپتمبر د یوولسمې ترهګریز بریدونه هم ور په زړه کړل چې په کې زرګونه ولسي خلک ژوبل او ووژل شول. هغه وویل اوکراین هره ورځ له همداسې یو حالت سره مخامخ دی.

نوموړي یو ځل بیا د اوکراین د فضايي حریم د بندولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په دې کار سره به هم اوکراین او هم اروپا خوندي شي.

هغه‌ همدغه راز له امریکا څخه وغوښتل چې په روسیې باندې نور بندیزونه هم ولګوي‌، ښاغلي زیلیسنکي په هغو روسي سیاستوالو او نورو اغیزناکو خلکو هم د کلکو بندیزونه غوښتنه وکړه چې د ده په ټکو په اوکراین باندې یې د روسیې یرغل نه دی غندلی او لاس تر زنې ناست دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا متحدو ایالتونو د روسیې په ۱۱ دفاعي مقاماتو بندیزونه ولګول، امریکا تر دې مخکې په ولسمشر ولاديمیرپوتین باندې هم بندیز لګولی و. روسیې د امریکا د دغه کار په ځواب کې، په ولسمشر جوبایډن او نورو امریکایي مقاماتو بندیزونه ولګول.

ښاغلي زیلینسکي همدغه راز له روسیې څخه د امریکايي شرکتونو او پانګوالو د وېستلو غوښتنه هم وکړه او وویل: «دا فابریکې زموږ په وینو خړوبېږي، زه نغواړم چې روسیه یو روپۍ هم» ترلاسه کړي.

نوموړي وویل چې روسیې یوازې په اوکراین برید نه دی کړی، بلکې په انساني‌ ارزښتونو یې برید کړی دی چې باید یې ژر یې مخه ونیول شي. د اوکراین ولسمشر وویل چې تر وروستۍ سلګې پورې به د خپلې خاورې، خلکو او ارزښتونو څخه دفاع کوي.

هغه په خپلو خبرو کې د امریکا ولسمشر جو بایډن مخاطب کړ او ویې ویل چې باید د «سولې رهبري» وکړي. امریکا له اوکراین سره تر دې دمه شاوخوا دوه میلیارد ډالر مرسته کړې ده.

زیلینسکی خپلې خبرې په اوکراینۍ ژبه پیل کړې خو په اخره کې یې انګلیسي هم خبرې وکړې. هغه د خپلو خبرو په مهال د امریکا د ګانګرس غړو یوه ویدیو هم خپره کړه چې په کې تر جګړې مخکې ارام اوکراین او په جګړې کې ایسار اوکراین ښودل کېده.

په ویدیو کې ښودل کېدل چې ودانۍ په توغندیو نړېږي، ښځې، ماشومان او نور وژل کېږي او ژوبل کېږي.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین باندې یرغل وکړ. امریکا او ناټو دا یرغل په کلکه وغندلو او په روسیې یې کلک اقتصادي بندیزونه ولګول.

ملګري ملتونه وايي څه باندې دوه میلیون اوکراینیان بې ځایه شوي‌ دي.

XS
SM
MD
LG