د لاس رسي وړ اتصالات

رواداري: د درې کلونو وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پالیسي لا سخته شوې


رواداري بنسټ ویلي طالبانو په سيستماتيک، پلان شوې او هدفمند ډول ښځي د زده کړو او کار حقونو په ګډون د خپلو ټولو بشري حقونو او آزاديو څخه محرومې کړې دي.
رواداري بنسټ ویلي طالبانو په سيستماتيک، پلان شوې او هدفمند ډول ښځي د زده کړو او کار حقونو په ګډون د خپلو ټولو بشري حقونو او آزاديو څخه محرومې کړې دي.

د رواداري بنسټ په یوه اعلامیه کې د طالبانو درې کلنې واکمنۍ پرمهال افغانستان کې بشري وضعیت ډیر د اندیښنې وړ بللی او په ځانګړي ډول یې د افغان میرمنو او نجونو د ژوند پر بیلابیلو برخو باندې ددغې ډلې د تبعیضي سیاست اغیزې ډیرې ناوړه بللي او ویلي دي چې لا هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو په سیاست کې هیڅ بدلون او انعطاف نه لیدل کیږي.

د رواداري بنسټ چې په افغانستان کې بشري وضعیت څارنه کوي، د اګست په ۱۵ (زمري ۲۵) د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پرمهال د افغانانو بشري وضعیت ته کتنه کړې او په یوه خپره کړې اعلامیه کې يې د طالبانو له خوا په دغه موده کې ځینو بشري سرغړونو ته ځای ورکړی دی.

رواداري په دې اعلامیه کې ویلي: "دې ډلي په تدريجې او سيستماتيک، پلان شوې او هدفمند ډول ښځي د خپلو ټولو حقوقو لکه د زده کړي حق، د کار حق، د آزادانه تګ راتګ حق، د خپل برخليک د ټاکلو حق او په عامه چارو کې د ګډون حق او نورو بشري حقونو او آزاديو څخه محرومې کړې. اوسمهال چې د طالبانو واک ته د راتګ څخه درې کاله تېرېږي، نه يوازې دا چې د ښځو پر وړاندې په تبعيضي سياست کې يې بدلون او انعطاف نه تر سترګو کېږي، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښځو د ژوند پر بېلابېلو اړخونو باندې محدوديتونه زياتېږي".

په دې اعلامیې کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت واک ته د ستنیدلو وروسته طالبانو اساسي قانون او نورو قوانينو او ملي خپلواکو جوړښتونو په له منځه وړلو سره ددې هيواد حقوقي ملي نظام له منځه يووړاو پدې ډول سره يې د نظام مندۍ بې عدالتۍ او د بشري حقونو پراخه نقض ته زمينه برابره کړه.

دغه بنسټ ویلي: "په داسې وضعيت کې او د حقوقي عملي او ملاتړو ميکانيزمونو په نه شتون کې د تېر حکومت د کارکوونکو او د هغوی د کورنيو د غړو، د بشري حقونو د مدافعينو په ځانګړي ډول د ښځينه فعالانو او خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي اوغچ اخیستلو د يرغلونو يوه لويه څپه پیل شوې چې زيات شمېر قربانيان يې درلودل. خپلسر او نا قانونه نيوني، اجباري ورکول، شکنجه او ناوړه چلند، يو له هغو نورو شديدو مواردو څخه دي چې د بشري حقونو نقض يې رامنځته کړ... او د وهم او ډار د فضا په رامنځته کولو سره د ميليونونو وطنوالو د تیښتې لامل شو."

د رواداري بنسټ په دې اعلامیې کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو ۹۲۷۴ پیښې چې نیمايي یې د ژوند د حق د نقض اړوند قضيې دي ثبت او مستندې کړي دي.

رواداري ویلي چې په دې ثبت شویو پیښو کې لکه د ژوند د حق نقض، خپلسر او غير قانوني نيوني، شکنجې چې د قتل لامل شوي، جبري ورک کول او د ظالمانه او غير انساني مجازاتو پلي کول شامل دي.

دغه بنسټ په دې اعلامیه ویلي: "د لاسته راغلو شواهدو او مدارکو پر بنسټ، پدې موده کې لږ تر لږه ۴۷۳۷ د ژوند د حق د نقض پېښې د ملکي تلفاتو اړوند دي چې هدفمند انفجاري او د ځانمرګو بريدونو، د تېرو جګړو، وسله والو شخړو او هدفمندو، پټو او د محکمې پرته وژنې او د انفجاري موادو پاته شونو په وسيله رامنخته شوي دي. ددې پېښو قربانيان ملکي کسان ښځې، سړي او کوچنيان دي".

همدارنګه د رواداري بنسټ د تېرو دريو کلونو په موده کې لږ تر لږه درې زره او ۲۱۳ د خپلسرو اوغير قانوني نیونو پیښې ثبت کړي، چې په دې شمیر کي ۲۲۲ پیښې د طالبانو لخوا د ښځو د نيول کېدو پیښې دي. د تېر حکومت کارکونکي، مدني فعالان، خبريالان او د بشري حقونو مدافعان، هغه کسان چې د طالبانو د مخالفو ډلو په غړيتوب تورن دي او نورغير نظامي وګړي په قربانيانو کې شامل دي.

د رواداري د موندنو له مخې افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیرته ستنیدو راهیسې (د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰ پورې) لږ تر لږه ۷۱۹ تنه د تېر حکومت کارکوونکي او د کورنيو غړي په خپلسر او غير قانوني ډول نيول شوي او په قتل رسېدلي دي، چې پدې شمیر کې ۲۸۹ تنه په هدفمند، پټ او پرته د محاکمې په قتل رسېدلي دي او ۴۳۰ نور کسان په خپلسرنيول شوي او زنداني شوي دي.

همدارنګه د رواداري موندني ښيي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰ پورې لږ تر لږه ۳۲ نارينه د طالبانو په زندانونو کي د شديدو شکنجو له امله په قتل رسېدلي دي او همدارنګه پدې موده کې د ۱۴ ښځو په ګډون ۹۰ افغانان د افغانستان په بېلابېلو برخو کي په اجباري ډول ورک کړل شوي دي. دا قربانيان د تېر حکومت کار کوونکي، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعان او نور ملکي وګړي دي.

همدارنګه د رواداري بنسټ وايي، چې د تېرو دريو کلونو په موده کې د ۷۸ معترضو ښځو په ګډون لږ تر لږه ۵۳۱ تنه خبريالان، مدني فعالان او بشري حقونو مدافعان، طالبانو په خپلسر نیولي او بندیان کړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "اته معترضي ښځي هم په قتل رسېدلې دي. سربېره پر دې په دې موده کي طالبانو لږ تر لږه ۱۱۴۴ تنه نور افغانان د خپلو مخالفو ډلو سره د همکارۍ، غړيتوب او يا اړيکو په تور نيولي او زنداني کړي دي".

د رواداري بنسټ په اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو محاکمو د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر ۳۰ پورې لږ تر لږه ۱۲۰۲ تنه سړي او ښځې په بېلابېلو تورونو په ناقانونه، ظالمانه او غير انساني ډول مجازات کړي دي. پدې مجازاتو کي د قصاص علني حکم، سنګسار، دُرو وهلو او نورو غير انساني کړنو لکه د تورن د مخ او بدن تورولو څخه کار اخیستی دی.

د رواداري بنسټ په دې اعلامیه کې ویلي چې دغه بنسټ د بيان د ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي د حق د نقض، د ښځو د بشري حقونو نقض لکه فرمانونه، احکام او د واکمني ډلې نور تبعيضي او محدود کوونکي اقدامات، د ماشومانو، قومي او مذهبي لږکيو د بشري حقونو نقض او د طالبانو په عدلي او قضايې نظام کې عدالت ته د دوی د لاسرسي وضعيت په تړاو د بشري حقونو د سرغړونو نورې پیښې هم مستندې کړي دي.

د عدالت په پلي کیدو د طالبانو د مشر ټینګار

د طالبانو حکومت لا د روداري بنسټ دغې اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی. خو د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۴ (زمري ۲۴) د کندهار په هوايي ډګر کې د خپل حکومت د درې کلنې واکمنۍ د نمانځلو په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې د عدالت په ټینګیدو باندې ټینګار کړی او د طالبانو له چارواکو یې غوښتي چې په خپلو چارو کې عدالت پلی کړي.

هغه وویل: "ګورئ عدالت راولئ ...ګورئ چې فرق درڅخه ونه شي، که مجاهدین دي، که علما دي، که حاکمان او قضات دي، که دغه اسلامي نظام پر عدالت ولاړ و او د عدالت فیصلې یې کولې، بیا به دا نظام باقي پاته وي، د قیامت تر ورځې به پاته وي. که ظلم راغی، وحشت راغی او سپارښتونه راغلل، قدرتمن سړی نه محاکمه کیده، خو غریب سړی محکمه کیده، په سپارښتونو فیصلې کېدې، بیا دا نظام نه پاته کېږي. بیا به دا نظام له منځه ځي."

د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا په ټولنیزو رسنیو کې د ملا هبت الله اخوندزاده په خپرو شویو څرګندونو کې په افغانستان کې د شریعت په ټینګیدو هم ټینګار شوی دی.

هغه امنیتي پرسونل ته وویل: "وروڼو! دا زموږ ذمه واري ده، د دین خدمت، د شریعت حاکمیت زموږ ترمرګه پورې ذمه واري ده. دا موقته ذمه واري نده".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی دی، خو تراوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان ددغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG