د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د کوټې یو جومات کې د طالبانو د مشر پر ورور چاودنه وغندله


مدرسه د کچلاک کلي د لنډۍ کلي په مدرسه یادیږي چې زیاتره پکې د افغان طالبانو د کوټې د شورا مشران پاتې کیدل.
مدرسه د کچلاک کلي د لنډۍ کلي په مدرسه یادیږي چې زیاتره پکې د افغان طالبانو د کوټې د شورا مشران پاتې کیدل.

افغان حکومت د کوټې په کچلاک سیمه کې د جمعې لمانځه پر مهال پرونۍ چاودنه غندلې او ورته بریدونه یې غیر اسلامي عمل بللی دی.

تېره ورځ د کوټې په کچلاک سیمه کې د یوې دینې مدرسې په جومات کې چاودنې پنځه تنه ووژل.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر نن شنبه د«زمري میاشتې پر۱۷مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان له کلونو راهیسې د ورته بریدونو قرباني دی، وايي، ترهګري هر ځای او په هره بڼه چې وي غندي یې.

د ملي امنیت شورا په بیان کې راغلي:"موږ په داسې حال کې، چې له تېرو اوږدو کلونو راهیسې له دا ډول پېښو کړېږو او سلګونه معصوم هیوادوال مو په کې له لاسه ورکړي، ددې برید غندنه کوو او په مسجدونو کې بریدونه غیر اسلامي او غیر شرعي بولو."

افغان حکومت ورته بریدونه د خلکو پر ضد یوه ناوړه پدیده بللې او پر ضد یې د ګډو ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې ده.

په بیان کې ویل شوي:"افغان ولس ددې بدې پدیدې د لومړۍ کرښې قرباني دی او د هغو له درده ډېر ښه راځي، چې په دې لړ کې متضرر کېږي، له همدې امله هر ډول ترهګریز اعمال، چې که په هیواد کې دننه وي یا بهر غندي او مخالفت یې کوي."

د راپورونو له مخې په دغه چاودنه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د ورور مولوي احمدالله په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.خو طالبانو لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه مدرسه د کچلاک کلي د لنډۍ کلي په مدرسه یادیږي چې زیاتره پکې د افغان طالبانو د کوټې د شورا مشران پاتې کیدل.

ویل کیږی چې یو مهال د طالبانو اوسنی مشر ملا هبت الله اخندزاده هم د دې مدرسې امام و، خو اوس یې ورور ملا احمدالله دا دنده لرله.

تر دا مهاله د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا چاودنه پر داسې مهال رامنځته کېږي، چې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو خبرو کې د مهمو پرمختګونو خبرونه ورکړل شوي دي.

په کابل کې د مېشتو پخواني طالبانو له ډلې مولوي قلم الدین وايي، چې یاد برید به د افغان سولې پر بهیر اغېز ونه کړي.

XS
SM
MD
LG