د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ایران سفارت د پمپیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی


په کابل کې د ایران سفارت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، ایران نه غواړي چې له نورو هیوادونو سره خپلو اختلافاتو ته په افغانستان کې لمن ووهي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې‌شنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر پر مهال د افغان سولې په بهیر کې د ګاونډیو هیوادونو رول ته په اشارې وویل، په افغانستان کې د جګړې ختمېدل د ټولو هیوادونو په ګټه دی.

ښاغلي پمپیو ټينګار وکړ، چې د سولې د بهیر کمزوري کول تهران ته هیڅ ګټه نه لري.

په کابل کې د ایران سفارت د پنجشنبې په ورځ (چنګاښ ۶مه) د ښاغلي پمپیو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې تهران د افغانستان د دولت، سیاسي ګوندونو او خلکو په توافق له ټولو پروسو څخه "سل فیصده" ملاتړ کوي.

له دغه سفارت څخه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي، چې په افغانستان کې د دوامدارې سولې او امنیت ټینګښت د ایران په ګټه دی.

د اعلامیې په یوه برخه کې لیکل شوي: "د ایران د اسلامي جمهوری سیاست له پیل څخه تر اوسه دا دی چې له نورو هیوادونو سره خپلو اختلاتو ته په افغانستان کې دننه لمن نه وهي او هیله لري چې نور هم دې اصل ته وفاداره پاتې شي".

د ایران سفارت ویلي، چې په افغانستان کې دوامداره سوله هغه مهال راتللی شي، چې د افغانستان د دولت او خلکو ملاتړ له ځان سره ولري.

دغه راز د ایران سفارټ د افغان سولې د مذاکراتو پر شفافیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې دې د "غیرمستنده" تورونو له لګولو څخه ډډه وشي

XS
SM
MD
LG