د لاس رسي وړ اتصالات

ویسټ: د ښځو په اړه د طالبانو تګلاره د بشري حقونو سپکاوی دی


په افغانستان کې د ښځو حجاب جبري کولو ته د غبرګونونو په دوام د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی وايي د ښځو په اړه د طالبانو تګلاره د بشري حقونو خلاف عمل دی.

توماس ویسټ نن دوشنبه مۍ نهمه (غوايي ۱۹) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاد عمل به له نړیوالې ټولنې سره د دوی [طالبانو] پر اړیکو منفي اغېز وکړي.

ښاغلي ویسټ زیاته کړې: "زه په ټول هیواد کې له افغانانو او په ټوله نړۍ کې له خپلو همکارانو سره یو ځای کیږم، تر څو د ښځو په وړاندې د طالبانو د وروستیو محدودیتونو په اړه خپل ژوره اندېښنه څرګنده کړم.د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو باندې بندیز، پر حرکت محدودیتونه، د سوله ییزو لاریون کوونکو په نښه کولو سره یو ځای د ښځو په وړاندې د طالبانو تګلارې د بشري حقونو سپکاوی دی او همدارنګه به له نړیوالې ټولنې سره د دوی پر اړیکو منفي اغېز وکړي."

د طالبانو د «امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت» د شنبې په ورځ مۍ اوومه (غوايي ۱۷) اعلان وکړ چې «د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض او ضروري دی».

د دوی په نویو لارښوونو کې ویل شوي، په هره جامه چې بدن پټ کړل شي هغه حجاب دی، خو زیاتوي چې نازک او تنګ دې نه وي او «چادري یې د شرعي حجاب بهترین» ډول دی.

د طالبانو لخوا د ښځو حجاب جبري کېدو پراخ غبرګونونه وښودل شول. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم په دې اړه اندېښنې ښودلې او له طالبانو څخه یې غوښتي چې د ښځو او نجونو د حقوقو په اړه پر خپل ژمنو عمل وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له خوا د میرمنو د حجاب په اړه ددې ډلې په وروستۍ پریکړه ژوره اندیښنه څرګند کړې ده.

خو د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت سرپرست خالد الحنفي تیره شنبه په کابل کې د حجاب په اړه غونډې ته وویل:" موږ غواړو چې خویندې مو په عزت سره په محفوظ ډول ژوند وکړي."

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د دغه ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر دې مخکې هم په کابل ښار کې د شعارونو په نصبولو سره له ښځو څخه غوښتي و چې "حجاب" مراعت کړي. خو تر هغه وروسته یو شمېر مېرمنو د ښځو په وړاندې د طالبانو د سیاستونو پر ضد مظاهرې وکړې.

یاد وزارت له نارینه وو څخه هم غوښتي وو چې خپلې ږیرې لنډې نکړي او همدارنګه یې له خلکو څخه غوښتي و چې د موسیقۍ له اورېدلو ډده وکړي.

XS
SM
MD
LG