د لاس رسي وړ اتصالات

د 'جمعیت، جنبش او وحدت' ګوندونو ترمنځ ائتلاف ته غبرګونونه


د اسلامي جمعیت، اسلامي جنبش او اسلامي وحدت ګوندونو ترمنځ ایتلاف د ترکیې په انقرې ښار کې جوړ شو
د اسلامي جمعیت، اسلامي جنبش او اسلامي وحدت ګوندونو ترمنځ ایتلاف د ترکیې په انقرې ښار کې جوړ شو

د اسلامي جمعیت، اسلامي جنبش او اسلامي وحدت ګوندونو د مسولینو ترمنځ د ترکیې په انقرې ښار کې له څو ورځینیو بحثونو وروسته تیره ورځ دغو ګوندونو د افغان حکومت پر ضد نوی ائتلاف رامنځ ته کړ.

د افغانستان د دریو سیاسي ډلو له خوا د جوړ شوي ائتلاف چارواکو د دغه ائتلاف د جوړیدلو دفاع کړې او د دغه ائتلاف جوړیدلو هدف یې په واک باندې د جمهور رئيس محمد اشرف غني د انحصار پای ته رسول ښودلې دي.

د دغه نوي ائتلاف په هکله ارګ په غبرګون کې ویلي چې افغانان لا هم د تیروختونو ترخې خاطرې په یاد لري. د حکمتیار اسلامي حزب بیا له سیاسي ګوندونو څخه غوښتي، چې د تقابل او دښمنۍ له سیاست څخه دې ډډه وکړي.

د افغانستان د ملي اسلامي جنبش د ګوند یو مرستیال سناتور عبدالله قرلق امریکا غږ ته وویل، دغه ائتلاف چې کومې غوښتنې کړي، د افغانستان د اساسي قانون سره په ټکر کې نه دي او د افغانستان ناسم امنیتي او اقتصادي وضعیت د ښه کیدو او د بحران د مخنیوي لپاره یې کړي دي.

ښاغلي قرلق وویل دوی غواړي چې "د دغه ائتلاف له لارې پر حکومت او جمهور رئیس باندې فشار ولري ، ترڅو د افغانستان په بیلابیلو برخو کې بدلون رامنځ ته شي".

ښاغلي قرلق د دغه ائتلاف د جوړیدو یو بل مهم هدف په راتلوونکو ټاکنو کې له ګډو کاندیدانو څخه ملاتړ وښود.

د ولسي جرگې غبرگون

د ولسي جرګې یو شمیر وکیلان د ایتلاف پلوي او یو شمیر یې مخالف نظرونه لري.

د جمعیت اسلامي د ګوند یو غړي زهیر سادات، چې د ولسي جرګې غړی هم دی، امریکا غږ ته وویل چې نوی ائتلاف تر ډیره د حکومت د اصلاح لپاره جوړ شوی خو که حکومت د دوی غوښتنې ونه مني، نو دوی د نورو اقداماتو لپاره بل پلان هم جوړ کړی دی.

ښاغلي سادات وایي "معمولآ ائتلافونه له حکومت څخه بهر جوړیږي، خو دننه په حکومت کې ائتلاف جوړیدل د فاجعې ژورتیا ښيي، چې حکومت په کومه لار روان دی".

خو ددې جرگې یو شمیر نور غړي وايي د نوي درې‌ اړخیز ائتلاف ټول اړخونه په اوسني حکومت کې مهمې څوکې لري او د دغه ائتلاف له لارې هڅه کوي، چې له حکومت څخه نور امتیازات ترلاسه کړي.

د ولسي جرګې غړې آرین یون وایي له افغانستان څخه بهر په ترکیې کې جوړ شوی ائتلاف د ملي ګټو لپاره نه بلکې د شخصي ګټو د ترلاسه کولو پر بنسټ رامنځ ته شوی دی.

د آغلې یون پر وینا که د دغه ائتلاف غړي د حکومت پر کارونو نیوکې لري نو لومړی دې له حکومتي څوکیو څخه استعفی ورکړي او له هغې وروسته دې، د حکومت د اپوزیسیون په توګه فعالیت وکړی.

د دغې جرګې بل غړي عبدالقادر قلاتوال، دغه ائتلاف 'زنګ وهلې توره' توره وبلله چې پر وینا یې د کارولو وړ نه ده او زیاته یې کړه، چې افغانان له دغو ائتلافونو څخه ښې خاطرې نه لري.

د ارگ غبرگون

د افغانستان جمهوري ریاست د نوي جوړ شوي ائتلاف په هکله وایي چې د اوسني حکومت په بریالیتوب او ناکامۍ کې ټول هغوی چې په دې حکومت کې دي شامل دي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان خلک تیرې ترخې تجربې په خپلو حافظو کې لري او تکراریدل یې نه غواړي.

ښاغلي مینه پال وویل "لومړی د افغانستان د ملي ګټو لپاره د افغانستان د ابادۍ لپاره چې هرګام اخیستل کیږي، مونږ یې ملاتړ کوو. دوهم مونږ باید مسولیت منوونکي اوسو، که بریاوې یا لاس ته راوړنې لرو دا د ټولو سره شریکې دي، که نیمګړتیاوي او ستونزې لرو دا هم د ټولو سره شریکې دي".

دغه نوي جوړشوي ائتلاف په هکله نن په ولسي جرګه کې هم بحثونه وشول یو شمیر وکیلانو د ائتلاف په مخالفت او ځینو بیا د ائتلاف د جوړیدو څخه ملاتړپه اړه څرګندنې وکړې.

د حزب اسلامي غبرگون

د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب هم په یوه اعلامیه کې ټولو اړخونو ته په ځانګړې توګه هغو ډلو ته چې په دولت کې شاملې دي بلنه ورکړې، چې لاسونه سره یو کړي او خپل ځواک د افغانستان د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره وکاروي.

اسلامي حزب ویلي، له ټولو هغو اقداماتو چې د نظام د اصلاح او پیاوړي کیدو او د عدالت د ټینګیدو لامل کیږي، ملاتړ کوي، خو ټینګار یې کړی، له هغو پریکړو او هڅو څخه چې د نظام د کمزوري کولو او د ګډوډیو د زیاتیدو لامل کیږي، نه یواځې ملاتړ نه کوي، بلکې چا ته د دغه کار اجازه هم نه ورکوي.

د حقوق پوهانو غبرگون

ځني افغان حقوق پوهان دغه ائتلاف د جوړیدو په غبرګون کې وايی معمولآ ائتلافونه د حکومت څخه بهر د حکومتونو د جوړولو لپاره جوړیږي، نه داچې په حکومت کې دننه او د حکومت پر وړاندې ائتلاف جوړشي.

د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې رئیس محمد کبیر رنجبر امریکا غږ ته وویل چې د دغسې ائتلاف بیلګه نه په افغانستان کې شته او نه هم په نوره نړۍ کې.

ښاغلي رنجبر وویل "یا یو ګوند اپوزیسیون دی د دولت سره شریک دی او یا اپوزیسیون دی مخالف د دولت دی، کوم وخت چې د دولت پر مخالفت ائتلاف جوړوي باید له دولت څخه ووځي، له خپلو دندو استعفی وکړي په هغه صورت کې دا د دوی حق دی".

د حقوقي چارو دا کارپوه په دې نظر دی، چې سیاسي ائتلافونه د سیاسي اجنداو پر اساس جوړیږي، کوم څه چې د دغو دریو ډلو په نوي جوړ شوي ائتلاف کې نه تر سترګو کیږي.

XS
SM
MD
LG