د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال ضیايي: په ملي مسایلو کې عقده‌يي چلند ځای نه لري


د پنجشبنې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د افغان ځواکونو د کارنامو ستاینه وشوه
د پنجشبنې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د افغان ځواکونو د کارنامو ستاینه وشوه

یو شمیر امنیتي چارواکو، د افغان ځواکونو د ستاینې په یوې غونډه کې ځیني سیاسي شخصیتونه او د چارو کارپوهان، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره پر عقده‌يي چلند تورن کړل او د هغوی ارزونې یې ناسمې او د ملي ګټو خلاف وبللې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت د افغانستان د ځوانانو د مدني ټولنې په همکارۍ د پنجشنبې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د دې لپاره ستاینه وکړه، چې د اختر په ورځو کې يې په افغانستان کې ښه امنیت ټینګ کړی وو.

د افغانستان د پوځ د ۱۱۱ فرقې قوماندان جنرال نصیر ضیايي په دې غونډه کې وویل، چې یو شمیر سیاسي شخصیتونه او د چارو کارپوهان د مهمو ملي مسایلو په ځانګړې توګه د امنیت په برخه کې عقده‌يي او ناسم چلند لري.

د هغه پر وینا، یو ملت له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په ملاتړ د سیاسي فرهنګ د جوړولو په برخه کې مهم رول لري او د ګواښونو په پیژندلو کې مرسته کولی شي.

جنرال ضیايي وویل "باید هیر نه کړو، چې دا یوه ټولنه ده، مختلف فکرونه په کې دي، سیاستوال هم په کې شته، چې د سیاسي ګټو لپاره زهر شیندي، دا باید هیر نه کړو."

ښاغلي ضیايي، هغو کسانو ته چې پر وینا یې 'ځانونه واجب‌الاحترام' ګڼي په خطاب وویل، که نهیلي دي خدای دې ورته هیلې ورکړي او که سیاسي چلند کوي، نو پر ملي ګټو دې خپلې عُقدې و نه باسي.

د افغانستان د ځوانانو د مدني ټولنې رئيس او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ستاینې د مراسمو ترتیب کوونکي فردین فدايي دغې غونډې ته وویل، چې ځینې مُغرضه فُرصت غوښتونکي کسان د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روحیې د کمزوري کولو هڅه کوي.

هغه وویل "موږ وایو چې راځئ نن د خپلو امنیتي ځواکونو پر وړاندې له منفي‌ګرایۍ څخه ډډه وکړو، فُرصت‌غوښتونکي خلک، هغه خلک چې غواړي زموږ د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو روحیه کمزورې کړي، موږ د مفسدو اشخاصو، سوزیدلو مُهرو او فرصت‌ غوښتونکو افرادو پر وړاندې ولاړ یو."

ښاغلي فدايي د امنیتي ارګانونو له چارواکو څخه وغوښتل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د مکافاتو او مجازاتو اصل ته زیات پام وکړي. د هغه پر وینا له ځواکونو څخه ستاینه د هغوی د روحیې د لوړولو لامل کیږي.

XS
SM
MD
LG