د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: افغان ځواکونو د بلخ کلدار ولسوالۍ ونیوله


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونو د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ له یوې میاشتې وروسته بېرته ونیوله.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د دوشنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري ۴) وویل چې د کلدار ولسوالۍ په بېرته نیولو کې ولسي پاڅونوالو هم ګډون درلود.

ښاغلي امان زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې ۲۰ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

خو طالبانو ویلي چې د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ جوی جدید سیمه کې یې حکومتي ځواکونه په شا تمبولي او ورته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د کلدار ولسوالۍ چې د امو سیند او د حیرتانو له بندر سره نږدې پرته ده کابو یوه میاشت وړاندې طالبانو نیولې وه.

غزني او هرات کې نښتې

د غزني سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په مهال لس طالبان وژل شوي او یوه اندازه وسلې ترې نیول شوي دي.

د غزني د والي ویاند وحید‌الله جمعه‌زاده د دوشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې افغان ځواکونو له دوو ورځو راهیسې د غزني د ښار په لویدیځ او جنوب کې چاڼیز عملیات پیل کړي او په کې پرمختګ کړی دی.

هغه زیاته کړه چې په دغو عملیاتو لس طالبان ټپي شوي هم دي.

د جمعه‌زاده په وینا په غزني ښار کې د عملیاتو له بشپړېدو وروسته به افغان ځواکونه د دغه ولایت په ولسوالیو کې هم عملیات پیل کړي.

بل خوا د هرات سیمه‌ییز چارواکي وايي چې تېره شپه د سلما بند په پوستو باندې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل چې په دغو بریدونو کې پنځه طالب جنګیالي وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.

طالبانو تراوسه په غزني او هرات کې د دغې ډلې جنګیالیو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG